چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د پخوانیو نظامیانو شکنجې او د امارت د جدي ګامونو اړتیا

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 28, 2021
in تبصرې
0
په اسلامي امارت کې دوې نوې شوراګانې
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

 د اسلامي امارت د چارواکو له پرله پسې ټینګار سره سره له ‍پخوانیو نظامیانو او حکومتي کسانو سره د زور زیاتي پېښې لا هم شته. په دې ورځو کې په ټولنیزو رسنیو کې د اردو د یوه پخواني افسر ډګرمن رحمت الله قادري وی‍ډیو خپرېږي، چې په ظاهره د اسلامي امارت د کسانو له خوا سخت شکنجه کېږي. په ځینو نورو ولایتونو کې هم د پخوانیو نظامیانو د نیولو، بندي کولو او شکنجه کولو خبرونه ورکول شوي دي. اسلامي امارت ویلي‌ چې دوی عمومي عفوه کړې ده او هېڅوک نشي کولی چې پخواني کسان ونیسي، بندي او شکنجه یې کړي او که څوک دا کار کوي، نو سرغړونه ده او له سرغړوونکو سره به جدي چلند کېږي. پوښتنه دا ده چې له عمومي عفوې او په دې اړه د امارت د چارواکو له سخت دریځ سره سره ولې دا پېښې لا هم روانې دي؟

د پخوانیو نظامیانو او حکومتي کسانو ځورونې او شکنجې د درې ډوله کسانو له خوا کېږي. لومړۍ ډله د امارت هغه وسله وال دي‌ چې پخوانیو نظامیانو، قاضیانو، څارنوالانو یا نورو مسوولینو ورسره زیاتی کړی دی، د کورنۍ غړي یې ور و‍ژلي، بندي کړي او شکنجه کړي دي. دوی د شخصي غچ په موخه دا کار کوي او په دې برخه کې د امارت لارښوونې ته پام نه کوي. دا پېښې ځیني په پټه او ځیني په ښکاره کېږي. دویمه ډله هغه کسان دي‌ چې شخصي د‍ښمنۍ لري، د دوی شخصي د‍ښمنان په پخواني حکومت کې پیاوړي وو، اوس چې پخوانی حکومت نشته، نو دوی خپل دښمن کمزوری ویني‌ او همدا د خپل دښمن د ځپلو لپاره مناسب وختي ګڼي.‌ درېیمه ډله د امارت هغه رسمي مامورین او ارګانونه دي‌ چې د خپلو مشرانو امر جدي نه ګڼي، دوی په واضح ډول له عمومي عفوې او د مشرانو له اوامرو سرغړونه کوي، پخواني خلک نیسي، بندي او شکنجه کوي یې.

له عمومي عفوې سره سره د پخوانیو نظامیانو او مامورینو نیول، بندي کول او شکنجه کول، په هېڅ ‌ډول د توجیه وړ نه دي. دا سمه ده چې دا د اسلامي امارت رسمي تګلاره نه ده، چې دا کار وشي او دوی یې نه غواړي، خو دا یې دنده ده چې مخه یې ونیسي. که شکنجه کوونکي د امارت اړوند کسان نه وي، که د امارت نظامیان وي، که په شخصي او یا بله هر انګیزه دا کار کوي،‌ باید مخه یې ونیول شي او له سرغړوونکو سره جدي او قانوني چلند وشي. ښايي امارت په دې برخه کې جدي‌ هم وي، خو چې کله له حکومتي ادارو سره د داسې پېښو رسمي رپو‍ټ ثبتیږي، یا هم په دې اړه خبرونه خپریږي، په جدیت باید کار وشي، عاملین یې باید پیدا شي، سزا ورکړل او بیا په دې اړه د شوو اقدامانو په اړه ولس ته هم پوره معلومات ورکړل شي. سرغړونې په هر دولت کې وي، خو کله چې چارواکي جدي غبرګون وښيي او له سرغړوونکو سره جدي او عملي چلنده خلک هم خبر کړي،‌ بیا خلک پرې باور کوي او دا احساس ورسره پیدا کېږي چې که څوک ورسره ظلم او زیاتی کوي، دولت به یې پوښتنه کوي.

په ټوله کې دولت باید د پخوانیو نظامیانو او نورو کسانو د نیولو، بندي کولو او شکنجې په مخنیوي کې په جدیت کار وکړي، ځکه دا کار د عمومي عفوې روحیې ته زیان رسوي او په کور دننه او بهر د اسلامي امارت تصویر او دری‍ځ زیانمنوي.

Previous Post

نوي حکومت ته څه کول پکار دي؟

Next Post

امریکا ته سلګونه افغان ماشومان له والدینو پرته بېول شوي دي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
امریکا ته سلګونه افغان ماشومان له والدینو پرته بېول شوي دي

امریکا ته سلګونه افغان ماشومان له والدینو پرته بېول شوي دي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د روسیې په دوو هوایي ډګرونو کې چاودنې شوې دي

د روسیې په دوو هوایي ډګرونو کې چاودنې شوې دي

دسمبر 6, 2022

Best Live Online Roulette New Zealand

سپتمبر 8, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved