سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

د څلوېښت کلن ناورین د پای څرک؛ د تاوتریخوالي کموالی د ولس او نړیوالو له هرکلي سره مخ شوی دی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 23, 2020
in افغانستان
0
د څلوېښت کلن ناورین د پای څرک؛  د تاوتریخوالي کموالی د ولس او نړیوالو له هرکلي سره مخ شوی دی
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د امریکا او طالبانو تر منځ تر اوږدو خبرو وروسته، دواړو لورو د تاوتریخوالي د کمولو اووه ورځنۍ هوکړه پیل کړه. امریکا پر طالبانو شرط اېښی و، چې د سولې هوکړې د لاسلیک لپاره باید تر هر څه وړاندې یوه اوربند ته غاړه کېږدي، خو دغه ډلې اوربند ونه مانه او پر ځای یې په تاوتریخوالي کې د کمولو وړاندیز وکړ. پرون شنبه اورکم پيل شوی دی او د روانې میلادي میاشتې تر ۲۹مې پورې به دوام کوي. تر هغه وروسته به د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه لاسلیک کېږي. د تاوتریخوالي د کمولو پیل د ولس او نړیوالو له تاوده هرکلي سره مخ شوی دی.

د شنبې ورځې له سهار وختي په افغانستان کې جګړې درېدلې دي. په ډېرو کمو ولایتونو کې امنیتي پېښې شوې دي او خال خال نښتې رامنځ ته شوې دي. امریکا، طالبانو او افغان حکومت ویلي چې دوی د اورکم د هوکړې عملي کول پيل کړي دي او د اوو ورځو لپاره به په جګړو او نښتو کې د پام وړ کموالی راځي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د جمعې په ورځ وویل چې د تاوتریخوالي په کمولو کې به په یوه اونۍ کې د پام وړ ګامونه اخیستل کېږي. د ده په خبره، جګړې به کمېږي او د سولې هوکړې لپاره به عملي اقدامات پيلېږي.

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

بلخوا ولسمشر غني د جمعې په ماښام ولس ته په خپله وینا کې وویل چې سوله د هر افغان هیله ده او دوی خوښ دي چې د شنبې له ورځې به د تاوتریخوالي په کچه کې د پام وړ کموالی راځي. د ولسمشر غني په خبره، د افغان حکومت لپاره سوله لا هم لومړیتوب دی او طالبانو ته پکار ده چې د سولې لپاره له جګړو لاس واخلي او د افغانانو د سولې هیله پوره کړي. هغه همدا راز وویل چې د روان بهیر ټول موارد به په منظمه توګه د افغان ځواکونو له لوري څارل کېږي او ټولې خواوې به دغه رامنځ ته شوی وضعیت کنټرولوي.

طالبانو هم بیا په خپل وار ویلي چې دوی په خپلو بریدونو کې د پام وړ کموالی راولي او خپلو جنګیالیو ته یې سپارښتنه کړې چې د افغان ځواکونو پر اډو، نظامي سیمو، بهرنیو ځواکونو پر اډو او لویو لارو تهاجمي بریدونه ونه کړي او دغه راز یې له وسله والو طالبانو غوښتي چې ښارونو ته له تګ هم ډډه وکړي. طالبانو ویلي چې د دوی وسله وال به د تیارسی په حال کې وي او د برید په صورت کې به په ځوابي اقدام لاس پورې کوي.

ملګرو ملتونو بیا په یوه اعلامیه کې د دغه اقدام هرکلی کړی دی. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما په یوه اعلامیه کې ویلي چې جګړو تېر کال په افغانستان کې لسو زرو ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده، نو ښکېلو لورو ته پکار ده چې ژر تر ژره له جګړو لاس واخلي او د سولې لار خپله کړي. د سرچینې په خبره، د تاوتریخوالي کمول د باور جوړولو او جګړې ختمولو، بین الافغاني مذاکراتو او دایمي سولې لپاره یو غوره اقدام دی.

پاکستان هم ژمنه کړې چې د افغانستان د سولې په پروسه کې به هر اړخیزه همکاري کوي او د روان رامنځ ته شوي وضعیت د ملاتړ  خبره یې کړې ده. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان د جګړې په پای ته رسولو کې پاکستان تل هڅه کړې ده او لا هم خپلو اقداماتو ته ژمن دی.

تېره ورځ په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر بیا د افغانستان د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو له سرپرستانو سره کتلي دي. دوی ویلي چې افغان او بهرني ځواکونه له تهاجمي حالت وتلي او په دفاعي حالت کې دي.

له دې سره جوخت افغان سیاسیون بیا رامنځ ته شوی حالت د باور فضا جوړولو لپاره مهم  بولي او پر ټولو ښکېلو لورو غږ کوي چې د سولې او جګړو د پای لپاره رامنځ ته شوی فرصت ضایع نه کړي. پخوانی افغان نظامي شیرمحمد کریمي وايي، د جګړې د پای او سولې د دایمي راتګ لپاره غوره فرصت جوړ شوی دی او هېڅوک یې باید ضایع نه کړي. د تاوتریخوالي کمولو بهیر د عامو افغانانو له سخت هرکلي سره مخ شوی دی او په ډېرو لویو ښارونو کې یې په اتڼونو او لاریونونو هرکلی شوی دی. دوی دا ورځې د اختر له ورځو سره ورته بللې دي او له ښکېلو لورو یې غوښتي چې نور د جګړې لمن ټوله او سولې ته مخه کړي.

 

 

Tags: Top
Previous Post

پوهنتون خپرونه ۲۰۲۰-۲-۲۳

Next Post

امریکا د ځانګړو عملیاتو د تنظیم یوه ډله افغانستان ته لېږي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
امریکا د ځانګړو عملیاتو د تنظیم یوه ډله افغانستان ته لېږي

امریکا د ځانګړو عملیاتو د تنظیم یوه ډله افغانستان ته لېږي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

هېواد کې د روږدو د درملنې لپاره څلور نوي مرکزونه جوړ شوي

هېواد کې د روږدو د درملنې لپاره څلور نوي مرکزونه جوړ شوي

جنوري 3, 2025
چین په افغانستان کې د وچو میوو د پروسس برخه کې پانګونه کوي

چین په افغانستان کې د وچو میوو د پروسس برخه کې پانګونه کوي

دسمبر 5, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved