چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د چين – انګلستان د اړيکو بيا پيل: عملي بياکتنې ته اړتيا ده

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 21, 2024
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين يوه لوړپوړي پلاوي د بريټانيې د بهرنيو چارو له وزير ډيويډ لامي سره په ناسته کې د هغې حياتي اجماع پر پليتابه ټينګار وکړ چې د دواړو هېوادونو مشرانو په اګسټ کې په يوه ټليفوني اړيکه کې پرې هوکړه کړې وه. دغه ناسته د اکټوبر په اتلسمه نېټه وشوه او د چين په پلاوي کې د لومړي وزير مرستيال ډينګ زوشيانګ او د بهرنيو چارو وزير وانګ یي هم شامل وو. په ناسته کې د متقابل ستراتيژيک باور پر تقويه کولو، د ستراتيژيکو اړيکو پر پياوړي کولو او له سوداګرۍ نيولې بيا تر نړيوالو اړيکو پورې په مختلفو برخو کې د عملي همکاريو پر پراخولو تمرکز وشو. دوی تر کلونو سړو اړيکو وروسته يوې نوې مرحلې ته د چين – انګلستان د مشارکت رسول خپله موخه وګڼله.

لامي د دوه اړخيزو اړيکو تقويه کېدو ته هم اشاره وکړه او ویې ويل چې حکومت یې له چين سره د متقابل درناوي پر بنسټ د اړيکو پراختيا ته ژمن دی، داسې چې د دواړو لورو اوږدومهالې ګټې خوندي کړي، اختلافات په اغېزناک ډول مديريت کړي او دغه راز له چين سره د واحد چين د اصل پر بنسټ ډيپلوماټيکې اړيکې پراخې کړي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

وانګ يي وويل چې د چين – انګلستان اړيکو له تاريخ سره پراختيا موندلې او اوس یې نوی څپرکی پيليږي.

د بريټانيې کارګر ګوند ويلي چې سلطه پالې اړيکې نه غواړي او د بريټانيې د سوداګرۍ وزير جنتان رينولډز له چين سره پر لا ډېرې ښکېلتيا ټينګار کړی دی. په انګلستان کې د مخکنيو حکومتونو پر مهال د رامنځته شويو ناسمو پوهاویو رفع کول او د ګټې – ګټې اصولو پر بنسټ په مثبتې روحیې سره د يوې نوې مرحلې پيلول اړين دي.

د ډيويډ کمېرون حکومت د چين – انګلستان د اړيکو د طلايي دور پيلامه وه، خو وروسته ښي لاسو توندلارو محافظه کارانو او د چين ضد بازانو د کمېرون د حکومت لاسته راوړنې له منځه يووړې او بريټانیا یې انزوا ته بوتله. د ۲۰۲۳ کال له اپريل څخه د روان کال تر اپريل پورې د چين – انګلستان د سوداګرۍ ارزښت ۸۶.۵ ميليارده پونډه يا ۱۱۳ ميليارده امريکايي ډالره وو چې د ۲۰۲۲ -۲۰۲۳ کلونو د يادې مودې په پرتله ۲۱.۱ سلنه کموالی ښيي. چين د انګلستان شپږمه درجه لوی سوداګريز شريک و، چې په دريو کلونو کې له درېيمې درجې څخه شپږمې درجې ته ورسېد.

له دې سره سره، بيجينګ او لندن اوس کولی شي چې په بريټانيا کې د چين ضد عناصرو له لوري له رامنځته شوې مصنوعي دښمني څخه تېر شي، يو بل د ملګري په توګه ومني نه د رقيب په توګه او داسې اړيکې جوړې کړي چې ګټې یې تر اختلافاتو ډيرې وي.

له چين سره د اړيکو په تړاو د بريټانيې د کارګر ګوند عملي ليدلوری د دې واقعيت څرګندوی دی چې ياد ګوند له چين سره د اړيکو باالقوه ارزښت درک کړی دی. د يوې نوې مرحلې د پيل لپاره د چين او انګلستان پرېکړه د انګلستان د نوي حکومت له ليدلوري سرچينه اخلي او دغه ليدلوری بيا د انزوا غوښتونکو ستراتيژيو له کبله د انګلستان له زيانمنو شويو ملي ګټو څخه اغېزمن دی.

انګلستان د چين د پراخ مارکېټ، د بازار د اصلاحاتو او ور خلاصون په پایله کې له رامنځته شويو فرصتونو د استفادې ښه چانس لري. له همدې کبله دا ډير منطقي خبره ده چې انګلستان له چين سره صميمانه اړيکې جوړې کړي.

د اقتصادي ستونزو او کارموندنې په مخ کې د پرتو ننګونو د هواري او متقابلو ګټورو دوه اړخيزو اړيکو د جوړولو لپاره له بريکسېټ وروسته بريټانيا نه يوازې دا چې د نړۍ له دويمې درجې لوی اقتصاد سره عملي ښکېلتيا ته اړتيا لري، بلکې اړتيا لري چې څو اړخيز سياسي روابط هم پراخ کړي. دا چې چين او بريټانيا دواړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا دايمي غړي دي، نو دواړه د نړۍ د امنيت او ثبات د ټينګښت په برخه کې هم ګډ مسووليتونه لري. د دوی تر منځ د اړيکو پراختيا په داسې حال کې چې په اوږدمهال کې د دواړو لورو د ګټو د خونديتابه سبب کيږي د نړيوالو اندېښنو د رفع کولو په برخه کې هم مرسته کولی شي.

تر دې ټولو ور اخوا انګلستان د چين په تړاو يوې داسې جامع ستراتيژۍ ته اړتيا لري چې د درناوي، رغنده ډيالوګ، عادي تبادلاتو او د چين په کورنيو مسايلو کې د نه لاسوهنې پر اصولو ولاړه وي.  دغه راز بايد په اسيا – پاسفيک سيمه کې د بلاکونو له سياست او د (چين ګواښ) له روايته مخ واړوي.

د چين پر برېښنايي موټرو د تعرفو د لګولو په تړاو د اروپايي اتحادیې د پرېکړې په تړاو د انګلستان د سوداګرۍ وزير رېنولډز ويلي چې له يادې پرېکړې د پيروۍ پلان نه لري. هغه د لندن پر عملي دريځ ټينګار کړی او څرګنده کړې یې ده چې هېواد به يې له چين سره د ازادې سوداګرۍ د پراختيا او د چيني کمپنيو  لپاره د عادلانه بازار سيسټم د رامنځته کولو په برخه کې ګډ کار وکړي او د سوداګريزې ملاتړپالنې پر خلاف به ودريږي.

لکه څرنګه چې لامي هم ټينګار وکړ، د چين او انګلستان تر منځ بايد د اوسپنې پرده نه وي. انګلستان بايد د باالقوه فرصتونو د پرانيستلو لپاره سوداګري غير سياسي کړي، سياسي محدوديتونه رفع کړي، د نه لاسوهنې اصولو ته خپله پابندي وساتي، د بشري حقونو تش په نوم پلمو له جوړولو ډډه وکړي او د ستراتيژيکې خپلواکۍ اصل ته درناوی وکړي چې د واشنګټن د سلطه پالې ډيپلوماټيکې چترۍ له سيوري د وتلو په مانا دی. د چين او انګلستان په سياسي او اقتصادي سيسټمونو او کلتورونو کې د توپير له شتون سره سره دواړه هېوادونه بايد د بشري حقونو په تړاو د يو بل ليدلوري ته درناوی وکړي.

چين ته د لامي سفر د دواړو هېوادونو په اړيکو کې د انعطاف مهم ټکی دی چې د اعتماد په جوړولو، د اوږدمهالو اړيکو په بيا پيلولو او د مشارکت په پياوړي کولو کې مهم رول لوبولی شي.

Previous Post

عزیزي: نړیوال دې د افغانستان تاریخي ابداتو بیارغونه کې ونډه واخلي

Next Post

اسیان پارټ بازي نه غواړي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
اسیان پارټ بازي نه غواړي

اسیان پارټ بازي نه غواړي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

سالنګ کې ۱۶ ځایه واوره ښوېیدلې، لاره لاهم تړلې ده

سالنګ کې ۱۶ ځایه واوره ښوېیدلې، لاره لاهم تړلې ده

مارچ 2, 2024
اروزګان کې د بې‌سرپرسته ماشومانو لپاره روزنتون جوړ شو

اروزګان کې د بې‌سرپرسته ماشومانو لپاره روزنتون جوړ شو

جون 2, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved