چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د چين او روسيې ترمنځ اړيکې نړیوال نظم ته مثبت ځواک ورکوي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 18, 2024
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د مې په ۱۶مې نېټې د چين او روسيې د کلتوري فېسټیوال پرانيستونکي مراسم يانې د چين او روسيې ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو د ۷۵مې کليزې په پار ځانګړی کنسرت د چين د پلازمېنې بېجینګ په دولتي تياتر کې ترسره شو او هنري ننداره يې د دوو لويو هېوادونو ترمنځ د ټينګې دوستۍ ښکارندويي کوي.

You might also like

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی

په همدې ورځ د چين د دولت رئيس شي جين‌پینګ د روسيې له ولسمشر ولادیمير پوتين سره د کوچنۍ ډلې ځانګړې غونډه ترسره کړه. د دواړو هېوادونو مشرانو د دوه اړخيزو اړيکو د ټينګېدو له ۷۵ کلونو راهيسې د برياليو تجربو يادونه کړې، د دغو اړيکو او د ګډې علاقې وړ سترو نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په هکله يې د نظريو تبادلې کړې او په ګډه سره يې د دوه اړخیزې همکارۍ نوې نقشه هم ټاکلې ده. دواړو خواوو يوه ګډه اعلاميه خپره کړې او څو ماده ييز همکاريز سندرونه یې لاسليک کړي چې همدا د دوه اړخیزو اړيکو د لا ټينګېدو نوی خوځښت برابروي.

اوسنۍ نړۍ ته په کتو سره د چين او روسيې ترمنځ اړيکې خپله ځانګړتيا لري. چين او روسيه پر هغې تګلارې ټينګار کوي چې يو د بل غير منسلک هېواد نه دی، يو له بل سره مقاومت نه کوي او د درېيمې خوا په مقابل کې نه دی. د چين او روسيې ترمنځ اړيکې د سړې جګړې په موده کې د پوځي سياسي اتحاد له اړيکو څخه وتلې او په نړۍ کې د نوي ډول د نړيوالو اړيکو د ټينګېدو لپاره يې يوه ښه بېلګه جوړه کړې او  نړیوال نظم ته يې ارزښتمن ثبات رسولی دی.

له ۲۰۱۳ م کال راهيسې د دواړو هېوادونو مشرانو څه باندې ۴۰ ځلې ملاقاتونه  کړي او د دوی تر ستراتيژيکې لارښوونې لاندې دوه اړخيزې اړيکې د تاريخ تر ټولو لوړې سويې ته رسېدلې دي. نو د چين او روسيې ترمنځ د همکارۍ راز څه دئ؟د چین د دولت رئيس شي جين‌پینګ د دغو اړيکو د لا ټينګېدو د راز د یادونې په ترڅ کې داسې ويلي چې موږ بايد تل په سوله کې د ګډ ژوند پر پنځو اصولو ټينګار وکړو، یو د بل درناوی وکړو، د مساواتو او متقابل باور پر بنسټ دې متقابلو ګټو ته پاملرنه وکړو او يو د بل پرمختګ او سمسورتيا لپاره دې ګټې ورسوو.

له دغه مدبرانه اقداماتو څخه برخمنې تجربې د چين او روسيې ترمنځ د اړيکو د دوام لپاره لاره هواره کړې او نړیوال نظم ته ژوره روښانتيا راوړي. تاريخ ته په کتو سره دا چې لوی هېوادونه څنګه يو له بل سره ښه چلند وکړي چې دا تل یوه ستونزمنه موضوع ده. اوس ځينو لوېدیځو هېوادونو په ناوړه توګه د لويو هېوادونو ترمنځ د سيالۍ د پرمخ بېولو لپاره هڅې کړې او په نړۍ کې متقابل بېلتون او مقاومت  يې لمسون کړی دی. د دې حالت پر وړاندې د چین او روسيې ترمنځ د اړيکو له دوام او ثابت پرمختګ څخه داسې ښکاري چې لوی هېوادونه په پوره توګه له يو بل سره ښه چلند کولی شي او د دوه اړخيزو اړيکو د ټينګېدو له لارې نړۍ ته پرمختيا، همکارۍ او خونديتوب راوړلی شي.

د چين او روسيې ترمنځ د اړيکو د ۷۵ کلن مزل اوس په نوي پيل کې ولاړې دی. نو څنګه روښانه راتلونکی ولري؟ ګډو نظريو ته په کتو سره دواړه خواوې به د متقابل سياسي باور د لاټينګېدو، د خپلمنځي همکاريو د پياوړتيا، يو له بل څخه د کلتوري تجربو د زده کړې او د نړيوالې ادارې د بشپړتيا په څو برخو کې ګډې هڅې وکړي.

د چین او روسيې ترمنځ د اړیکو ځانګړتيا لومړی د متقابل سياسي باور له کلک بنسټ څخه څرګندېږي. اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ د دغو اړيکو بله د پاملرنې وړ ټکی دی. تېر کال دوهاړخيز سوداګريز ارزښت څه باندې ۲۴۰ ميلياردو ډالرو ته رسېدلی چې له امله يې له ټاکلي وخت نه مخکې د دواړو هېوادونو د مشرانو له خوا ټاکل شوې موخه ترلاسه کړې ده.

چين له تېرو مسلسلو څوارلسو کلونو راهیسې  د روسيې لومړی سوداګريز همکار ګرځېدلی دی. په ورته وخت کې  د روسيې طبیعي ګاز چینايي بازار ته داخل شوی او چینايي موټرونه او الکترونیکي توليدات په روسي بازار کې هم د هرکلي وړ ګرځېدلي دي. د شنونکي په اند اوس چين او روسيه د تخنيکي نوښت، نړيوال الکترونیکي سوداګرۍ او د موټرو د توليد په نویو سمسورو برخو کې ډېر همکاريز امکانات لري چې همدا به د دواړو هېوادونو د پرمختګ او سمسورتيا لپاره قوي ځواک برابر کړي.

موږ باور لرو چې چين او روسيه په راتلونکې کې د ښه ګاونډيانو، دوستانو او همکارانو په توګه د خپلو هېوادونو د پرمختګ او سمسورتيا لپاره ګډې هڅې وکړي چې دا به نړيوالې سمسورتیا او ثبات ته مثبت ځواک راوړي.

Previous Post

له پاکستانه ۹۵۴ افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

Next Post

شي جين‌پينګ د چین سیلانیزو چارو ته مهمې لارښوونې وکړې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه
نړیوال خبرونه

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې
نړیوال خبرونه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی
نړیوال خبرونه

د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
نتنیاهو: له غزې ځواکونه نه وباسو، څو حماس بې وسلې نه شي
نړیوال خبرونه

نتنیاهو: له غزې ځواکونه نه وباسو، څو حماس بې وسلې نه شي

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
امریکا او ايران د هرمز تنګي پر بيا پرانيستلو يوه خوله نه دي
نړیوال خبرونه

امریکا او ايران د هرمز تنګي پر بيا پرانيستلو يوه خوله نه دي

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
Next Post
شي جين‌پينګ د چین سیلانیزو چارو ته مهمې لارښوونې وکړې

شي جين‌پينګ د چین سیلانیزو چارو ته مهمې لارښوونې وکړې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

”نړيوال مديريت او د اسيا او ارام سمندر ګډې سمسورتيا“ ډيالوګ ترسره شو

”نړيوال مديريت او د اسيا او ارام سمندر ګډې سمسورتيا“ ډيالوګ ترسره شو

اکتوبر 27, 2025
یو روسي شرکت د افغانستان اوسپنې پټلۍ سکټور کې پانګونه کوي

یو روسي شرکت د افغانستان اوسپنې پټلۍ سکټور کې پانګونه کوي

نوومبر 29, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

Explorând Lumea Jocurilor de Noroc în România: O Privire Asupra Cazinourilor Online

اگست 5, 2026
Uncategorized

La Verdad Detrás de Bet300: Explorando la Legitimidad y Opciones en el Mercado Argentino

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Allure and Risks of Online Gaming at Winit Casino

اگست 5, 2026
ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي
افغانستان

ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي

اگست 5, 2026
امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه
نړیوال خبرونه

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

اگست 5, 2026
برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې
نړیوال خبرونه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved