د چین د بهرنيو چارو وزارت وياند د جولای په ۲۷مه نېټه د کمبوديا او تايلنډ ترمنځ د سرحدي شخړو په هکله د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.
نوموړي وويل چې د ګاونډي هېوادونو ترمنځ پر متقابل باور ټينګار لرل او د توپيرونو سم کنترول د کمبوديا او تايلنډ له بنسټيزو او دايمي ګټو سره سمون لري او هم د سيمې د سولې او ثبات د ساتلو لپاره ګټور دي. چين په يادو شخړو کې له رامنځته شويو تلفاتو څخه خوشيني او خواخوږي څرګندوي او هيله لري چې دواړه خواوې د خلکو د ګټو په پام کې نيولو سره زغم او سړه سينه وساتي او جګړه پای ته ورسوي او د خبرو اترو له لارې اوسنۍ شخړې لرې کړي تر څو د دواړو هېوادونو په سرحدي سيمو کې سوله او ثبات بيا رامنځته شي.
هغه زياته کړې چې په وروستيو کې اسيان د يادو دوو هېوادونو ترمنځ د اوربند لپاره ډېرې هڅې کړې دي. چين دغه کړنه ستايي او د شخړو د لرې کولو لپاره د هر ډول ګټورو هڅو هر کلی کوي. هېواد به يې هم په عادلانه رويې سره له کمبوديا او تايلنډ سره نږدې تماس ونیسي، د سوله ييزو خبرو اترو لپاره به هلې ځلې وکړي او د اوربند او جګړې د پای ته رسېدو لپاره به رغنده رول ولوبوي.











