د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګوو جیا کون د جولای په ۳۱مه په يوه خبري ناسته کې د شانګهای همکارۍ سازمان د رئیسه هیواد په توګه د چین دندې او د سږني کال د سرمشریزې لپاره د چمتووالي چارې معرفې کړې.
ګوو جیا کون وویل، چې تیر کال د جولای راهیسې چین د شانګهای همکارۍ سازمان د نوبتي رئيسه هېواد هېواد دنده پر غاړه اخيستې، د ((د شانګهای همکارۍ سازمان د شانګهای روحيې د خپرولو په هڅه کې دی)) تر شعار لاندې، د خپلو دندو د بشپړولو لپاره پرله پسې او عملي ګامونه اخیستي، او ښه پرمختګونه یې تر لاسه کړي دي. د چين د هڅو په رڼا کې په بېلابېلو برخو کې همکاري نوره هم ژوره شوې، د دغه سازمان جوړښت او میکانیزمونه لا زیات بشپړ شوي او (( د شانګهای روحیه)) نوره هم روښانه شوې ده.
نوموړي وویل، یوه میاشت وروسته به د شانګهای همکارۍ سازمان سرمشریزه د چین په تیان جین ښار کې ترسره شي، چې د ۲۰ څخه زیاتو هېوادونو مشران او د ۱۰ نړیوالو سازمانونو مشران به پکې ګډون وکړي. دا سرمشریزه به د دې سازمان له جوړېدو راهیسې تر ټولو لویه وي.












