د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جولای په ۳۱مه نېټه په يوه غونډه کې د اوکراین لپاره د وسلو د برابرولو مسئله وڅېړله. په ملګرو ملتونو کې د چین مرستیال دايمي استازي ګنګ شوانګ په دې غونډه کې د امریکا د استازي له خوا پر چین لګول شوي تورونه په کلکه رد کړل.
ګنګ شوانګ وویل: د امریکا استازي یو ځل بیا بې ځايه او بې بنسټه معلومات خپاره کړل، پر چین یې ناسم تورونه ولګول چې دا بالکل د منلو وړ نه دي.
ده زیاته کړه چې چین نه د اوکراین د کړکېچ جوړوونکی دی او نه هم په دې مسئله کې ښکېل دی. هغه وايي، چین هېڅکله د جګړې کومې خوا ته وژونکي وسلې نه دي برابرې کړې او دغه هېواد تل د بې پیلوټه الوتکو په شمول د نظامي او ملکي توکو پر صادراتو سخت کنټرول ساتلی دی.
هغه زیاته کړه چې چین له روسیې او اوکراین سره عادي سوداګریزې اړیکې لري او هېڅکله يې له نړیوال قانون یا له نړیوالو مسؤلیتونو سرغړونه نه ده کړې.
ده زیاته کړې چې د چین قانوني او مشروع ګټې باید زیانمنې نه شي.
نوموړي وویل، چې چین د روسیې او اوکراین ترمنځ د شخړې له پیل راهیسې، تل د شخړې د سوله ییز حل ملاتړ کړی دی.
هغه دغه راز وویل چې چین دا غږ کړی چې جګړه باید ژر پای ته ورسېږي، دواړه خواوې دې اوربند وکړي، د خبرو اترو له لارې دې ستونزې حل او سوله تامین کړي. نوموړی وايي چې چین به له نړیوالې ټولنې سره یو ځای د دې کړکېچ د ژر تر ژره حل کېدو لپاره مثبت رول ولوبوي.












