》 چیوشه 《مجلې د اګست په لومړۍ نېټه د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون د رئيس شي جين پينګ یوه مهمه مقاله خپره کړه چې عنوان يې دی》 د ايکولوژيکې ساتنې غونډې ته وينا《او دا هم د ۲۰۲۳م کال د جولای په ۱۷مه نېټه نوموړې غونډې ته د ده وينا وه.
په دې مقاله کې ويل شوي، چې د چين د کمونېست ګوند له اتلسم ملي کانګرېس راهيسې چين د ايکولوژيک تمدن ابادي د چيني ملت له دايمي پرمختګ سره تړلی اصلي کار بللی او په دې برخه کې يې يو شمېر بې سارې چارې تر سره کړې.
په مقاله کې راغلي چې چین د ايکولوژيک تمدن د ابادۍ په اړه مفکورو او کړنو ته پرمختګ ورکړی او د نړۍ د چاپيريال په اداره کې يې خپل رول له ګډونوال څخه لارښوونکي ته اړولی دی. د ايکولوژيک تمدن د ابادۍ لاسته راوړنې په نوۍ زمانه کې د چين د کمونېست ګوند او دولت د چارو د مهمو برياليتوبونو يوه څرګنده نښه بلل کيږي.
شي جين پينګ په دغه مقاله کې دا روښانه کړې، چې د ”ښکلي چين “ د ابادۍ له لارې به د انسانانو او طبيعت ترمنځ په همغږي ګډ ژوند کې د چين عصري کېدو ته وده ورکول شي.











