د چین د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې د جولای په ۲۳ مه په بېجينګ کې له یو شمېر هغو شخصيتونو سره ناسته ترسره وکړه چې په دغه ګوند کې غړیتوب نه لري.
یادې کمېټې په دغه ناسته کې د اوسني اقتصادي وضعيت او د روان کال د دويمې لسیزې لپاره د اقتصادي کارونو د پلان په تړاو د بېلابېلو نورو ډيموکراتيکو ګوندونو د مرکزي کمېټو، د صنايعو او سوداګرۍ د ملي کمېټې مسئولينو او غير حزبي شخصيتونو نظرونه او وړانديزونه اوريدلي دي.
د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د يادې ناستې مشري وکړه.
هغه په خپله وینا کې وويل، د روان کال د وروستيو شپږو میاشتو د اقتصادي کارونو د ښو بشپړېدو لپاره باید د نوي پرمختګ مفکوره په بشپړه او دقیقه توګه عملي شي.
ده زیاته کړه چې باید د نوي پرمختيايي ماډل د رامنځته کولو هڅې ګړندې شي، مسلسلې او ثابتې پاليسۍ دې غوره شي.
نوموړي دغه راز وویل چې په هېواد کې دې د شغلونو کچه او د تصديو او بازارونو وده ثابته وساتل شي، کورنی اقتصادي لوی دوران دې له خنډ پرته روان شي.
شي جین پينګ دا هم وویل چې د کورني او نړيوال غبرګ دوران دې وهڅول شي.
هغه زیاته کړه چې د روان کال د اقتصادي او ټولنیزې ودې موخې باید پوره شي، څو ۱۴م پنځه کلن پلان ښه بشپړ شي.











