چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د چين ـ اسيان ترمنځ د ازادې سوداګرۍ درېيمې کچې تړون د سيمه ييزو همکاریو نمونه ده

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 29, 2025
in نړیوال خبرونه
0
د چين ـ اسيان ترمنځ د ازادې سوداګرۍ درېيمې کچې تړون د سيمه ييزو همکاریو نمونه ده
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د اکتوبر په ۲۸مې نېټې د چين ـ اسيان د مشرانو د ۲۸مې غونډې په څنډه کې د چين او اسيان ترمنځ د ازادې سوداګرۍ درېيمې کچې تړون لاسليک شوی دی. دغه تړون د بهرنیو خبري رسنيو پاملرنه راجلب کړې ده.

د دوی په خبره، دغه تړون به د اکمالاتي ځنځير او دواملرونکي پرمختګ په ساحو کې دواړو خواوو ته ګټې ورسوي او د دواړو خواوو د هر اړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو نوی پړاو به پرانیزي او هم به د نړيوال اقتصاد پر وړاندې د ستونزو او بې ثباتۍ د لرې کولو لپاره ګټور تمام شي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د عامو افکارو په نظر، دغه تړون د څواړخيزم او ازادې سوداګرۍ په اړه د چين ـ اسيان د ژمنو د پلې کېدو ښکارندويي کوي او د سيمه ييز اقتصادي همکارۍ د ژورتيا لپاره يې د ميل تيږه ايښې ده.

باور دا دی، چې دغه تړون به نړيوالو اقتصادي او سوداګريزو همکاريو ته حياتي ځواک برابر کړي او ډېر مهم نمونوي رول به ولوبوي.

د ياد تړون لاسليک د چين ـ اسيان په ژور همکاريز بنسټ پسې تړاو لري.

چين له ۱۹۹۱م کال راهیسې له اسيان سره د ګټې-ګټې همکارۍ او ګډ پرمختګ پر بنا د سيمه ييزو همکاريو لار هواره کړې او د نړيوال پرمختګ د پرمخبېولو لپاره يې پياوړی کليدي انجن برابر کړی دی.

په نړۍ کې د بې ثباتۍ عوامل د ډېرېدو په حال کې دي، خو د چين ـ اسیان دوه اړخيزې همکارۍ ښې روانې دي: د روان کال په تېرو درېيو ربعو کې د اسیان غړو هېوادونو ته د چين عمومي صادرات او واردات د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې نهه اعشاريه شپږ زيات شوی او سوداګريزه پيمانه يې په ثابت ډول پراخه شوې ده. اوسمهال دواړه لوري د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې يو د بل تر ټولو لوی همکاران ګرځېدلي دي.

د چين- اسيان د ازادې سوداګرۍ سيمه له نورو سره د دواړو خواوو د ازادې سوداګرۍ د لومړۍ سيمه ده. نو د يادې سيمې د درېیمې کچې تړون لاسلیک د پام وړ ګرځېدلی دی.

د درېيمې کچې تړون د مخکنيو دوو تړونونو په پرتله د نړيوال اقتصادي او سوداګريز پرمختګ له نوي تمايل سره سمون لري او پر نويو سمسورو برخو تمرکز لري، چې په دې سره به پرانيستې سويه په هر اړخيزه توګه لوړه او د ټولشموليت او پرمختګ د پرمخبېولو هڅې به زیاتې شي.

د چين ـ اسيان د ازادې سوداګرۍ تړون کې د يادو برخو سربېره ډيجټلي اقتصاد، زرغون پرمختګ او د اکمالاتي ځنځيرونو پيوستون هم شامل دي او د دې ترڅنګ دغه تړون پر اصولو او همکاريزو برخو هم تمرکز کوي.

چين او اسيان په دغه تړون کې د ازادې سوداګرۍ د پرمختګ ژمنه کړې، چې د دواړو خواوو تصدۍ او خلک به يې له سيمه ييز اقتصادي پرمختګ څخه برخمن شي. دا د چين ـ اسيان ترمنځ د ډيالوګ ميکانيزم د دېرشمې کاليزې په يادغونډې کې د مهمو ګډو نظريو د پلې کولو نمونوي لاسته راوړنه هم بلل کېږي.

چین او اسيان به له کورنيو پروسو سره هممهاله د دغه تړون د ژر نافذېدو لپاره هڅې وکړي. د چين د جنوب ختيځې اسیايي چارو د څېړنيز مرکز مرستيال او د بېجينګ پوهنتون پروفيسور جای کون سي اېم جي ته ويلي، چې د چين ـ اسيان د ازادې سوداګرۍ سیمې د ختيځې اسيا په همکاريز تمايل کې لارښوونکې رول لوبولی دی. د ازادې سوداګرۍ سيمې په اړه د دواړو لوريو درې شوي تړونونه د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو پر اصولو د ژور پوهاوي ښکارندويي کوي.

دواړو خواوو د ډيجټلي او زرغونو اصولو د نوښت، د اړوندو معيارونو د منلو سيسټم د بيا تنظيمولو او د اکمالاتي ځنځيرونو د انعطاف پذيرې د لوړوالي له لارې د ازادې سوداګرۍ په ابادۍ کې باکيفيته پرمختګ موندلی دی. ځينې هېوادونه د نړيوال کېدو پر وړاندې خنډونه جوړوي، چې له امله یې څواړخيز سيسټم زيانمن شوی دی، خو د چين ـ اسیان ياد تړون د پرانيستي نړيوال اقتصاد د ساتنې لپاره نوې اسیايي لايحه برابره کړې ده.

د چين ـ اسيان د ګډ برخليک ټولنه به نړيواله سوله وساتي او نړيوال پرمختګ ته به خوځنده ځواک برابر کړي.

Previous Post

شي جين پينګ د چين د ۱۵م پنځه کلن پلان په جوړولو کې د واکمن کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د وړانديز په اړه تشريحات ورکړي

Next Post

د اسيان ۴۷مه سرمشريزه او لړيزې غونډې پای ته ورسېدې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د اسيان ۴۷مه سرمشريزه او لړيزې غونډې پای ته ورسېدې

د اسيان ۴۷مه سرمشريزه او لړيزې غونډې پای ته ورسېدې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د چین د بهرنۍ سوداګرۍ پياوړی حیاتي ځواک

د چین د بهرنۍ سوداګرۍ پياوړی حیاتي ځواک

مې 10, 2023
زلینسکي روسي ځواکونه په نسل وژنه تورن کړي دي

زلینسکي روسي ځواکونه په نسل وژنه تورن کړي دي

اپریل 4, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ