د چين – منځنۍ اسيا دوهمه سرمشريزه د جون په ۱۷مې نېټې د قزاقستان په پلازمېنې استانا کې ترسره شوه او ګډونوالو یې د يو لړ همکاريو په اړه هوکړې کړې دي.
د چين او د منځنۍ اسيا د پنځو هېوادونو مشرانو د يادې سرمشريزې پرمهال د استانا اعلاميه او د دايمي ښه ګاونډيتوب او همکاريو تړون لاسليک کړی دی.
د دې ترڅنګ، د يادو شپږو هېوادونو د همکاريو ۱۲ سندونه او د شاوخوا ۱۰۰ لاسته راوړنو لېست هم خپور شوی دی.
د يادولو ده، چې د چين دولت رئيس شي جين پينګ يادې سرمشريزې ته وينا کې په لومړي ځل ”د چين- منځنۍ اسيا روحيه“ بيان کړې او د دواړو خواوو د تلپاتې دوستۍ او همکاريو لپاره يې لارښوونکی اصل برابر کړی دی.
د منځنۍ اسيا د پنځو هېوادونو مشرانو چين د منځنۍ اسيا د بېلا بېلو هېوادونو لپاره د دايمي باور وړ ستراتيژيک ملګری او او رښتينی دوست بللی دی.
د چين – منځنۍ اسيا لومړۍ سرمشريزه په ۲۰۲۳م کال کې د چين په شي ان ښار کې ترسره شوه او له همغه وخت راهيسې د چين – منځنۍ اسيا ميکانيزم چوکاټ ورځ تر بلې بشپړېږي او په چوکاټ کې يې د وزيرانو په کچه همکاريز پلاټفورمونه په موثر ډول فعال شوي دي. روان کال د نوموړي ميکانيزم د جوړېدو ۵مه کليزه ده.
شي جين پينګ د چين او منځنۍ اسيا ترمنځ د همکاريو د تجربو لنډيز ”د چين- منځنۍ اسيا روحيه“ بيان کړی، چې منځپانګه يې پر متقابل درناوي، متقابل اعتماد، متقابلو ګټو، متقابلو مرستو او په باکيفيته پرمختګ د عصريتوب پرمخبېولو ورټوله ده.
”د چين- منځنۍ اسيا روحيه“ تاريخ انعکاسوي او هم د زمانې له جريان سره سمون لري. دغې روحيې د منځنۍ اسيا د پنځو هېواد هوکړې او ملاتړ ترلاسه کړی او د استانا په اعلاميه کې ليکل شوې دي.
اوسمهال نړيوال وضعيت پېچلی او بدلېدونکی دی او جيوپوليټيکې شخړې په زياتېدو او پروټېکشنيزم، يو اړخيزم او باداري د سختېدو په حال کې دي.
په يووالي، ثبات او پرمختګ پسې د سيمې ګډې هيلې تړلې دي.
چين له منځنۍ اسيا سره څنګه کولی شي، چې د ګډ عصري کېدو پر لارې همکارۍ ژورې کړي؟
شي جين پينګ يادې سرمشريزې ته په همدې پار ۵ وړانديزونه کړي دي.
۱. چين او منځنۍ اسیا دې يو پر بل اعتماد ولري، يو له بل څخه دې ملاتړ وکړي او خپلمنځي يووالی دې وساتي.
۲. دواړه خواوې دې د خپلمنځي همکاريو عملي، موثر او ژور جوړښت رامنځته کړي.
۳. چين او منځنۍ اسیا هېوادونه دې په شريکه د سولې، ارامۍ او د ګډ برخليک امنيتي حالت اباد کړي.
۴. دواړه خواوې دې د انساني تګ راتګ او کلتوري تبادلې مزی ټينګ وساتي.
۵. چين او منځنۍ اسیا هېوادونه دې د عدالت او مساوات پر بنياد د معقول او منظم نړيوال نظم ساتنه وکړي.
دغو وړانديزونو د سيمې د همکاريو د باکيفيته پرمختګ نوې نقشه پنځولې ده. د اسيا د پنځو هېوادونو مشرانو په اتفاق سره ويلي، چې د چين – منځنۍ اسيا ميکانيزم له ناڅرګندو عنصرو څخه ډکې نړۍ کې مهم ستراتيژيک ارزښت لري او د چين سمسورتيا او پياوړتيا ګاونډيو هېوادونو ته ګټې رسوي.
د پاملرنې وړ خبره دا ده، چې د شپږو هېوادونو د مشرانو له خوا لاسليک شوي د دايمي ښه ګاونډيتوب او همکاريو تړون د تلپاتې دوستۍ اصل تائيد کړی دی. شنونکي پر دې باور دي، چې ياد تړون بې سارې لوړې کچې ته د چين او د منځنۍ اسيا د ۵ هېوادونو ترمنځ د متقابل سياسي باور د رسېدو او نوې مرحلې ته د دغو شپږو هېوادونو د اړيکو د داخلېدو مانا لري او د دې سيمې د همکاريو د ژوروالي لپاره يې ټينګ بنسټ برابر کړی دی.
اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ د چين او منځنۍ اسيا د همکاريو ځلانده برخه ده.
په ۲۰۲۴م کال کې د چين او د منځنۍ اسيا د هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ حجم ۹۴ ميليارډه او ۸۰۰ ميليونو امريکايي ډالرو ته رسېدلی و او نوی ريکارډ يې جوړ کړی دی.
شي جين پينګ يادې سرمشريزې ته په وينا کې ويلي، چې چين به د سوداګرۍ د اسانتياوو پر برابرولو او د صنعتي چارو د پانګونې او ټرانسپورټ پر همکاريو تمرکز ولري، د منځنۍ اسيا له هېوادونو سره به د پرمختګ تجربې او د نويو ټېکنالوژيو لاسته راوړنې شريکې کړي، د ډيجټلي بنسټيزو تاسيساتو وصل او د مصنوعي ځيرکتيا همکارۍ به ورسره پياوړې کړي او د نوي کيفيت توليدي قوتونه به وروزي. برسېره پر دې، چين به په روان کال کې د منځنۍ اسيا هېوادونه ته ۱.۵ ميليارډه يوانه مرستندويه پيسې ورکړي او دغه پيسې به د خلکو د ژوند او پرمختګ په پروژو کې ولګول شي.
د بېلا بېلو خواوو د توافق له مخې، ۲۰۲۵م او ۲۰۲۶م کال ته د چين او منځنۍ اسيا د همکاريو د باکيفيته پرمختګ کال نوم ورکړل شوی دی.
د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ دوستي د بهرنيو چارو مهمه برخه ده.
د چين دولت رئيس يادې سرمشريزې ته ويلي، چې هېواد به یې په منځنۍ اسيا کې نور زيات فرهنګي مرکزونه، د پوهنتونونو فرعي څانګې او د ”لوبان“ کارخونې په نوم د مسلکي مهارتونو روزنيز ټولګي پرانيزي او د چين په پوهنتونونو کې به د منځۍ اسيا د ژبو ټولګي جوړ کړي او د منځنۍ اسيا د ۵ هېوادونو لپاره به مستعد کسان وروزي.
د چين دغه اقدامات به د چين او د منځنۍ اسيا د ۵ هېوادونو ترمنځ د نسلونو دوستي لا ټينګه کړي.
د چين او منځنۍ اسيا ترمنځ همکارۍ نړۍ ته مثبت ارزښت لري.
شي جين پينګ دغې سرمشريزې ته په وينا کې ويلي، چې دواړه خواوې دې د نړيوال عدالت او برابرۍ د ساتلو، له باداري غوښتنې او زورواک سياست سره د مبارزې، د نړۍ د څو قطبي کېدو د مساوي او منظم جريان او د اقتصاد نړيوال کېدو د ټولشمول جريان د پرمخبېولو لپاره ګډې هڅې وکړي.
د منځنۍ اسيا د پنځو هېوادونو مشرانو ويلي، چې د چين له لوري د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د مفکورې او د نړيوال پرمختګ، امنيت او تمدن د وړانديزونو ملاتړ کوي او ازاده سوداګري او څواړخيز تجارتي سيسټم او نړيوال عدالت او برابري به په ګډه ورسره وساتي.
دغه ګډې نظريې به د نړيوالې سولې او پرمختګ ثبات ډاډمن کړي.
د ”شي ان لرليد “ او ” د استانا اجماع “په رڼا کې او د شپږو هېوادونو د مشرانو تر لارښوونې لاندې ” د چين – منځنۍ اسيا روحيه “ به دوه اړخيزو همکاريو او د دواړو خواوو د ګډ برخليک ټولنې ابادۍ ته وده ورکړي او متزلزله نړۍ به هم له دغې روحيې څخه الهام واخلي.
شي جين پينګ ويلي، تاريخ شا ته نه ځي، بلکې پرمخ روان وي: نړۍ دې نه ټوټه ټوټه کېږي، بلکې يووالی دې وساتي؛ انسانان دې بېرته ځنګلي قانون نه غوره کوي، بلکې د ګډ برخليک ټولنه دې جوړه کړي.












