د میدان وردګو د چک ولسوالۍ زده کوونکي د ښوونځيو له لرې والي شکایت لري. دوی له سرپرست حکومته په خپلو سیمو کې د ښوونځيو له جوړولو سربېره، د نجونو پرمخ د ښوونځيو دروازو پرانیستل کېدو غوښتنه هم کوي. د میدان وردګو والي وايي د همکارو بنسټونو په مرسته به په لرو پرتو سیمو کې سیمییز ټولګي جوړ او ماشومانو ته به د زده کړو زمینه برابره کړي. د میدان وردګو د پوهنې ریاست د معلوماتو پر بنسټ اوسمهال په دغه ولایت کې په ۴۷۶ ښوونځیو کې ۱۶۶ زره ۶۷۱ زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې له دې منځه ۱۱۷ زره ۵۷۴ يې هلکان او ۴۹ زره ۱۰۷ تنه یې نجونې دي.












