چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د چین ټرانسپورټي چارې د عرضې ځنځير ته ستر رول لوبوي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 23, 2025
in نړیوال خبرونه
0
د چین ټرانسپورټي چارې د عرضې ځنځير ته  ستر رول لوبوي

default

585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چین د عرضې ځنځير سږنی نړیوال نندارتون د جولای په شلمه نېټه پای ته ورسېد، چې پکې ۱۲۰۰ چیني او بهرنیو تصدیو ګډون کړی و او څه باندې ۶۰۰۰ همکاریز تړونونه پکې لاسلیک شوي دي.

د چین د عرضې ځنځير سږنی نندارتون په بریالیتوب پای ته رسیدلی، چې دا نه یوازې د چین د عرضې ځنځیر د پياوړتيا او جالبیت ښکارندويي کوي، بلکې د دې هېواد د ټرانسپورټ او چټک پوسټ شبکې د جوړېدو څرګندويي هم کوي او ډېره ښه پایله یې ورکړې ده.

You might also like

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی

سږ کال د چین د څوارلسم پنځه کلن پلان د تطبیق وروستی کال دی او له ۲۰۲۱ څخه تر دې دمه، یعنې د یاد پلان د تطبیق پر مهال په دغه هېواد کې د چټک اورګاډي، عمومي سړک او چټک پوسټ تر ټولو لویې شبکې جوړې شوې دي.

د چین د ټرانسپورټي چارو وزارت شمېرې ښيي، د چټکو اورګاډيو شبکه د دغه هېواد ۹۵ سلنه هغو ښارونو ته غځېدلې، چې نفوس یې له ميلیون څخه پورته دی او له لارې يې د خلکو د تګ راتګ کلنی شمېر ۲ اعشاریه ۵ میلیارډو ته رسېږي. د عمومي سړکونو له لارې د چين ټول ښارونه سره نښلول شوي دي. د چیلي ګیلاس په درېیو ورځو کې پر یخچالي سیسټم سمبال چټک پوسټ له لارې چیني مارکېټونو ته رسېږي.

په چين کې د چټک پوسټ شبکې په وسیله هره ورځ څه باندې ۳۰۰ میلیونه بستې لېږدول کېږي او د نړۍ تر ټولو لوی انلاین مارکېټ عادي روان دی.

په دغه نندارتون کې د چټک پوسټ یو شرکت استازي ویلي، په ګردې نړۍ کې د چین د چټکو اورګاډيو او د توکو د لېږ رالېږد ځیرک سیسټم پر مټ د عرضې ځنځير د کارونې سرعت ګړندی شوی دی.

د سږني نندارتون د یخچالي سیسټم نندارځي کې د چین نوې ټکنالوژۍ نندارې ته وړاندې شوې او د ډېرو سوداګرو پاملرنه يې راجلب کړې ده.

د جرمني زیمنس شرکت په ياد نندارځي کې د چین د چټک اورګاډي د شبکې له لارې د توکو د حمل و نقل ځيرکه لایحه هم وړاندې کړې ده.

د چین د توکو حمل و نقل شرکت په دغه نندارتون کې د چټک پوسټ د کورنۍ او بهرنۍ شبکې د جوړونې تازه پرمختګ هم ښودل کړی دی.

مالومات ښيي، په سږني نندارتون کې د همکاریزو تړونونو نږدې ۴۰ سلنه په نړیوال چټک پوسټ او د ټرانسپورټي چارو په بنسټیزو برخو پورې تړاو لري او دا د دې ښکارندويي کوي، چې د چین ترانسپورټي شبکه د ګردې نړۍ د صنعتي ځنځيرونو پراخ ملاتړ لري.

د چین د څوارلسم پنځه کلن پلان د تطبیق موده په ختمېدو ده او ورسره د دغه هېواد د ترانسپورټ او عرضې ځنځیرونه لوړې ځېرکې سویې ته رسېدلي دي.

اوس د چین د چټکو اورګاډيو په شاوخوا ۳۰ تمځایونو کې د مسافرینو توکو د لنډمهالي ساتنې لپاره روباټونه کارول کېږي او په دغه هېواد کې د برقي موټرو د چارج۳۶ زره سټېشنونه جوړ شوي، چې د چټک پوسټ په جریان کې باروړونکو برقي موټرو ته د انرژۍ تضمین برابروي. سربیره پر دې، د چین او لاوس د اوسپنیزې لارې او په اندونیزیا کې د جکارتا- باندونګ د چټک اورګاډي د رېلپټلۍ په شمول د یو لړ پروژو په بشپړېدو سره د چین معیار نړۍ ته ګټور فرصتونه برابر کړي دي.

د چین د چټک اورګاډي سرعت نړۍ حيرانه کړې او د همدغو بنسټيزو تاسیساتو په مټ د عرضې ځنځيرونو کې ستر بدلونونه رامنځته شوي دي.

Previous Post

تيانجين کې د ۲۰۲۵م کال د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو تمدني ډيالوګ پیل شو

Next Post

د بېجینګ د راډيو، فلم او ټلويزيون نړيوال نندارتون پرانيستل شو

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه
نړیوال خبرونه

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې
نړیوال خبرونه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی
نړیوال خبرونه

د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
نتنیاهو: له غزې ځواکونه نه وباسو، څو حماس بې وسلې نه شي
نړیوال خبرونه

نتنیاهو: له غزې ځواکونه نه وباسو، څو حماس بې وسلې نه شي

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
امریکا او ايران د هرمز تنګي پر بيا پرانيستلو يوه خوله نه دي
نړیوال خبرونه

امریکا او ايران د هرمز تنګي پر بيا پرانيستلو يوه خوله نه دي

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
Next Post
د بېجینګ د راډيو، فلم او ټلويزيون نړيوال نندارتون پرانيستل شو

د بېجینګ د راډيو، فلم او ټلويزيون نړيوال نندارتون پرانيستل شو

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

بهرنیو چارو وزارت: بهر کې له افغانانو سره بد چلن د منلو نه دی

بهرنیو چارو وزارت: بهر کې له افغانانو سره بد چلن د منلو نه دی

دسمبر 3, 2020
امریکا په افغانستان کې د خپلې کونسلګرۍ پر پرانیستلو غور کوي

امریکا په افغانستان کې د خپلې کونسلګرۍ پر پرانیستلو غور کوي

فبروري 2, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

Explorând Lumea Jocurilor de Noroc în România: O Privire Asupra Cazinourilor Online

اگست 5, 2026
Uncategorized

La Verdad Detrás de Bet300: Explorando la Legitimidad y Opciones en el Mercado Argentino

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Allure and Risks of Online Gaming at Winit Casino

اگست 5, 2026
ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي
افغانستان

ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي

اگست 5, 2026
امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه
نړیوال خبرونه

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

اگست 5, 2026
برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې
نړیوال خبرونه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved