د ډله ییز امنیت غړو هېوادونو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي. د راپورونو له مخې د ډله ییز امنیت غړو هېوادونو چې تر ډېره د مرکزي اسیا هېوادونه په کې شامل دي په روسیه کې په یوه غونډه کې د خپل خوندیتوب تر څنګ د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي.
په دې غونډه کې ټولو هېوادونو ژمنه کړې چې د خپل امنیت او احتمالي ګواښونو د مخنیوي لپاره به له افغانستان سره پر پوله خپل امنیتي تدابیر ډېروي. دوی ټینګار کړی چې دمګړی په افغانستان کې له روان وضعیت اندېښمن دي نو ځکه ددې سخته اړتیا ده چې خپل ځان خوندي کړي او له یو بل سره د امنیت په تامین کې همکاري وکړي.











