چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

(( د ډيموکراسۍ سرمشريزه )) د سړې جګړې ښکارندويي کوي

ياسمين؛ د چين ميډيا ګروپ د پښتو څانګې خبرياله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 29, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
(( د ډيموکراسۍ سرمشريزه )) د سړې جګړې ښکارندويي کوي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

د ډيموکراسۍ تش په نوم سرمشريزه به د ډسمبر له ۹مې نېټې څخه تر ۱۰مې نېټې پورې په انلاين ډول تر سره شي. په امريکا کې د چين سفير چن ګانګ او د روسيې سفير اناټولي انتونوف د نومبر په ۲۷مه نېټه د ډيموکراسۍ د تش په نوم سرمشريزې په تړاو په يوې ګډې مقالې کې ويلي، چې د امريکا په کوربه توب د ډيموکراسۍ سرمشريزه د سړې جګړې مفکوره وړاندې کوي او چين او روسيه ټينګ مخالفت کوي.

نوموړو په دغې مقالې کې غوښتنه کړې، چې په نړۍ کې د تفرقې او دښمنۍ د پارولو هڅې بايد بندې او په نړيوالو اړيکو کې دې د متقابل درناوي، ګډې همکارۍ او ګډو ګټو مفکوره پرمخ يوړل شي او بېلا بېل هېوادونه دې د ټولنيز نظام، ايډيولوژۍ، تاريخ، کلتور، پرمختګ د توپيرونو پر وړاندې د همغږي او ګډ ژوند لپاره دې هڅې وکړي.

مقاله زياتوي، چې سوله، پرمختګ، برابري، عدالت، ډيموکراسي او ازادي د ټولو انسانانو ګډ ارزښتونه بلل کيږي. ډيموکراسي د کوم هيواد او يا د ګوتو په شمېر  هېوادونو انحصاري حق نه دی، بلکې د ټولو هېوادونو د خلکو حق دی. د ډيموکراسۍ لارې چارې مختلفې دي او داسې يوازېنی موډل يې نشته، چې د ټولو هېوادونو له مشخص وضعيت سره سمون ولري.

د يو هېواد مناسبه لار بايد له خپل وضعيت او د زمانې د پرمختګ له جريان سره سمون ولري،  هېواد ته بايد اقتصادي او ټولنيز پرمختګ او ثبات او د خلکو په ژوند کې ښه والی راولي، دغه لاره بايد د خپلو خلکو ملاتړ ولري او د انسانانو د پرمختګ لپاره بايد ګټوره وي.

د ډيموکراسۍ سرمشريزې غونډې ته د ولسواکۍ جامې ور اغوستل شوي، خو په حقيقت کې دا د ډله ييز سياست د جوړولو او د مختلفو کېمپونو ترمنځ د مخالفت او مقابلې د پارولو لپاره د امريکا هڅه او د سړې جګړې د مفکورې د بيا پېل نښه ده، نو ځکه د نړيوالې ټولنې له شک او مخالفت سره مخ ده.

د امريکا د فلمي نړۍ مشهور ډايرکټر اوليوير سټون د ار ټي تلويزيون له خبريال سره په مرکې کې ويلي، چې د امريکا دغه سرمشريزه به د نړۍ د پاشل کېدو او بېلتون سبب وګرځي او د امريکا د ډيموکراسۍ اصلي بڼه ( د پيسو سياست ) دی.

 نوموړي زياته کړې، چې امريکا خپل ځان د ډيموکراسۍ استازی بولي، خو حقيقت دا دی، چې دغه هېواد په خپله خوښه نړيوال مقررات ويجاړوي او په نړيوالې ټولنې کې تفرفقه اچوي. سټون  د امريکا په سياست کې د پيسو رول بيان کړ او ويې ويل، چې د ۲۰۲۰م کال د امريکا د ولسمشرۍ او پارلمان په ټاکنو کې ۱۴ ميليارډه امريکايي ډالره لګول شوي دي. که  د ۱۴ ميليارډو امريکايي ډالرو په لګښت د يو هېواد ولسمشر وټاکل شي، نو هغه هېواد به څه ډول ډيموکراسي ولري؟

د چيني او روسي سفيرانو په دغې ګډې مقالې کې ويلي، چې د ډيموکراسۍ د ارزونې بنسټيز اصل دا دی، چې ايا خلک د هېواد د ادارې په پراخو چاروکې د ګډون حق لري؟ ايا خلک د خپلو پوښتنو او غوښتنو ځواب او رضايت تر لاسه کولی شي؟  خلک له لاسته راوړنو  راضي دي؟

ډيموکراسي بايد د خلکو ارادې او هېلې تمثيل کړي او خلکو ته بايد ګټې ورسوي. کوم هېواد ډيموکراتيک بللی شو؟

 د دغې پوښتنې د ځواب او قضاوت حق د همغه هېواد له خلکو سره دی.

د امريکا د پيو(Pew) څيړنيز مرکز يو راپور ښيي، چې اکثره امريکايان د خپل هېواد له سياسي نظام څخه سخت ناراضه او مايوسه دي او يوازې ۱۷ سلنه يې په دې باور دي، چې د امريکا ډيموکراسي د نورو هېوادونو لپاره د زده کړې وړ ده.

ډيموکراسي بايد يوازې د کورنيو چارو په اداره کې څرګنده نه شي، بلکې اړينه ده چې په نړيوالو اړيکو کې هم تطبيق شي. هر هغه حکومت، چې رښتينې ډيموکراتيکه روحيه لري، د نړيوالو اړيکو له ډيموکراتيک پرمختګ څخه کلک ملاتړ کوي، داسې نه چې په کور دننه ډيموکراسي او يووالي غواړي، خو په نړيوالو چارو کې بيا باداري او د بېلتون کرښې اوباسي.

د نړۍ په بېلا بېلو هيوادونو کې  روانو جګړو او ګډوډيو دا راته وښوده، چې پر نورو هېوادونو په زور او ظلم  د خپل نظام او ارزښت تپل بدې پايلې درلودلی شي او نه يوازې سيمه ييزه بلکې نړيواله سوله هم ننګولی شي او له همدې امله ډېرو جګړو د نړۍ سولې او ثبات ته هم سخت زيانونه رسولي دي. په عراق، افغانستان او ليبيا کې پوځي لاسوهنې او د ډيموکراسۍ تش په نوم انقلابونه د ياد حقيقت څرګندې بېلګې دي.

ډيموکراسي د شعار ويلو ننداره نه ده او نه هم پر نورو هېوادونو د تفوق سياسي وسيله ده. بېلا بېل هېوادونه بايد د توجه تمرکز  پر خپلو چارو ورټول کړي او نورو هيوادونو ته بايد ګواښ او ګوتڅنډنه ونه کړي.

نړيواله ټولنه اوس له زياتو نړيوالو ننګونو سره مخ ده، د همغږۍ او همکارۍ پياوړتيا او د انسانانو د پرمختګ لپاره هڅې، د بېلا بېلو هېوادونو پر غاړه ګډې او بېړنۍ دندې دي.

Previous Post

ټرمپ: بایډن وشرمولو که زه واک کې وای بګرام اډه مې نه پرېښوده

Next Post

حقاني: د ا.ا پر نوم او لوګو د پاسپورټ د وېش خبر حقیقت نه لري

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
حقاني: د ا.ا پر نوم او لوګو د پاسپورټ د وېش خبر حقیقت نه لري

حقاني: د ا.ا پر نوم او لوګو د پاسپورټ د وېش خبر حقیقت نه لري

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

امریکا او قطر پر افغانستان خبرې کړې دي

امریکا او قطر پر افغانستان خبرې کړې دي

جنوري 25, 2022
ترکمنستان او افغانستان د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی

ترکمنستان او افغانستان د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی

جنوري 9, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved