ترکمنستان او افغانستان د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی. د راپورونو له مخې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وفا حاجي اف له خپل افغان سیال شیر عباس ستانکزي سره کتلي دي. ترکمنستان ویلي چې په افغانستان کې له سراسري امنیت خوښ دي او تمه لري چې وضعیت تر دې هم ښه شي.
دواړو لورو د سوداګریزو او ترانزیتي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي او ټینګار یې کړی چې د دواړو لورو سوداګرو ته به اړینې اسانتیاوې برابرېږي. په دې لیدنه کې همدا راز پر مشترکو پروژو او نورو اړوندو مسایلو هم خبرې شوې دي. دغه ترکمنستاني پلاوي تېره ورځ د نوي حکومت له نورو چارواکو سره هم کتلي وو او په دې لیدنه کې تر ډېره د ټاپي پروژې په اړه خبرې شوې وې.
ترکمنستان په دې باور دی چې اوس د ټاپي پروژې عملي کولو ته زمینه برابره ده او باید چارې یې پيل شي.











