طالبان د کابل هوايي ډګر د ادارې په اړه له ترکیې او قطر سره هوکړې ته نږدې شوي دي. د منځني ختيځ ځينو رسنیو په خپلو راپورونو کې ویلي، طالبانو دا منلې چې قطر او ترکیه به په ګډه د کابل هوایي ډګر د تنظیم او ادارې لپاره فعالیت کوي. سرچینه کاږي چې درېواړه لوري په دې برخه کې هوکړې ته نږدې شوي دي. ددې تر څنګ ترکیې ویلي چې له طالبانو سره د کابل هوايي ډګر په ساتلو کې همکاري کوي، خو په دې شرط چې هلته د ترکي ځواکونو حضور هم ومنل شي. اردوغان بیا په وروستیو څرګندونو کې ویلي چې له طالبانو سره همکارۍ ته تیار دي او په وروستیو کې یې له دغه ډلې سره اوږدې خبرې هم لرلې دي چې دوام به کوي.












