د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاد «پوهنوال دوکتور محمدقسیم چمتو» د ۶۷ کلونو په عمر نن په کابل کې مړ شوی دی. د کابل پوهنتون استادانو مړینه تایید کړې او ویلي یې دي چې د «زړه ناروغۍ» له امله یې ساه ورکړې ده. پوهنوال محمدقسیم چمتو لسګونه کلونه په کابل پوهنتون کې استادي کړې ده او اوسمهال یې هم د ژبو او ادبیاتو په برخه کې محصلین روزل. استاد چمتو نن چهارشنبه د لیندۍ ۲۲مه مازدیګر مهال په کابل کې د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شوی دی. په ټولنیزو پاڼو د ارواښاد چمتو مړینه ستره ضایع بلل شوې او د کورنۍ له غړو سره یې خواخوږي ښوول شوې ده. پوهنوال دوکتور محمدقسیم چمتو لسګونه کلونه د ژبو او ادبیاتو په برخه کې عملي کار وکړ او ځینې آثار یې د یاد پوهنتون د ژبو او ادبیاتو په بېلابېلو څانګو کې هم تدریسېدل.












