د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وایي، د پانګونې بینالوزارتي کمېټې په غونډه کې د کندوز ولایت په ابدان دښته کې د ۳۰۰۰ استوګنیزو واحدونو ښارګوټي جوړولو پر طرحه بحث وشو. د سرچینې په وینا، یاده طرحه د تخنیکي او مالي ارزونې لپاره یوې ځانګړې کمېټې ته سپارل شوې ده. په غونډه کې د مزارشریف ښار کې د یوه سوداګریز او استوګنیز مارکېټ جوړولو طرحه هم د لا ډېرې ارزونې لپاره اړوندې کمېټې ته سپارل شوې ده.














