چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د کورونو پلټل؛ مخالفت او انګېزې

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 27, 2022
in تبصرې
0
د کورونو پلټل؛ مخالفت او انګېزې
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

 په کابل کې د اسلامي امارت د ځواکونو له خوا د چاڼیزو عملیاتو په لړ کې د خلکو د کورونو پلټلو ته لا هم غبرګونونه روان دي. مخالفین وايي چې دا کار ناسم دی، وېره خپروي او آن ځیني یې دې چارې ته قومي رنګ ورکوي. ددې کار ملاتړي بیا وایي چې د امن او ثبات لپاره دا یو ښه ګام دی.‌ کورنیو چارو وزارت وايي‌ چې دوی د غلو، تښتوونکو، مجرمینو او نورو شریرو کسانو پر ضد دا عملیات د خلکو په غوښتنه پیل کړي او ټول قوانین پکې مراعاتېږي.

اسلامي امارت امنیت خپله تر ټولو لویه لاسته راوړنه ګڼي، خو په دې وروستیو کې غلاوو، تښتوونو او نورو جرمونو د امارت پر دغه لاسته راوړنه سیوری غوړولی دی.‌ خلک پرله پسې پر امارت نیوکې کوي چې د غلو او ت‍‍ښتوونکو پر وړاندې یې مبارزه بریالۍ نه ده. چارواکو په دې اړه د ګام پورته کولو ژمنه کوله، چې دا دی اوس یې دا چاڼیز عملیات پیل کړي چې ویل کېږي تر اوسه پورې پکې ګڼې وسلې، غلا شوي موټرونه او نور توکي د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي. داسې ښکاري چې حکومت په دې سره د هغه ممکنه ګواښونو د له منځه وړلو هڅه هم کوي چې ویل کېږي ښايي په پسرلي کې اسلامي امارت په امنیتي برخه کې ورسره مخ شي.‌

ددغه کار مخالفت په دوو دلایلو کېږي. یوه ډله کسان دي چې په غلاوو، شوکو او ناقانونه کړنو کې لاس لري او یا هم د اسلامي امارت د هر ګام مخالفت کوي او هر څه ته قومي رنګ ورکوي. د دوی نیوکې او مخالفتونه مهم نه دي او یا هم د دوی مخالفتونه ددغه کار سمووالی ښیي او پکار ده چې دا کار په شدت سره دوام وکړي. دویمه ډله هغه کسان دي چې فکر کوي دا کار د قوانینو خلاف دی او د خلکو کورونه خوندي دي او هېڅوک د محکمې له حکم پرته نشي ورننوتلی. دوی د تلاشیو پر ډول او نورو اړخونو هم نیوکې کوي چې نیوکې یې تر یوه ځایه سمې هم دي. داسې ښکاري چې اسلامي امارت د دویمې ډلې نیوکو ته مثبت ځواب هم وايي او ځینې اندېښنې یې کموي. پرون د کابل امنیه قوماندانۍ داسې ویډیوګانې او عکسونه خپاره کړل چې پکې لومړی کور ته ښځینه د تالاشۍ لپاره ننوځي او بیا له هغه وروسته نارینه ورځي. ددې تر څنګ د کابل امنیه قوماندانۍ دا هم ویلي چې د ښځینه پولیسو تر څنګ د سیمې د ګذر وکیل او د جومات ملا امام هم له تالاشي کوونکو سره وي او که چېرته داسې نه وي، نو خلک کولی شي چې شکایت هم وکړي او دوی د شکایت اورېدو لپاره شمېرې هم اعلان کړې دي.

دا سمه ده چې کور په کور تالاشي او د ټولو کورونو تالاشي ځورونکې ده، خلک له ستونزو سره مخ کوي، ښايي په کور کې ښځې او ماشومان هم ووېروي، خو د امنیت لپاره دا یو مهم ګام دی. خلک باید له دې عملیاتو او تالاشیو سره مرسته وکړي، څو له غلو، تښتوونکو او نورو مجرمینو خوندي شو. امنیتي ځواکونو ته هم پکار ده چې ټول اصول مراعات کړي، ښځینه پلټونکې، د ګذر وکیل او د جومات ملا امام له ځان سره ولري او له خلکو سره پوره ښه چلند وکړي.

Previous Post

د هند مرسته شوي غنم د پاکستان له لارې ننګرهار ته را ورسېدل

Next Post

سپينه ماڼۍ: هڅه کوو افغانستان کې اقتصادي فعالیتونه عادي شي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
سپينه ماڼۍ: هڅه کوو افغانستان کې اقتصادي فعالیتونه عادي شي

سپينه ماڼۍ: هڅه کوو افغانستان کې اقتصادي فعالیتونه عادي شي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ډبلیو ایچ او: د چین په ګډون ځينې هېوادونه هڅه کوي د مالي مرستو د کمښت یوه برخه جبران کړي

ډبلیو ایچ او: د چین په ګډون ځينې هېوادونه هڅه کوي د مالي مرستو د کمښت یوه برخه جبران کړي

مې 21, 2025
محرابي: د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ په اړه خبرې شوې دي

محرابي: د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ په اړه خبرې شوې دي

مارچ 2, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved