سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
in تبصرې
0
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د رییس‌الوزرا د وروستي حکم له مخې، په کابل او د هېواد په نورو ولایتونو کې د استوګنیزو ودانیو د جوړولو اجازه ورکړل شو، چې دا پرېکړه د خلکو له پراخ هرکلي او مثبت غبرګون سره مخ شوې ده. د دې نوې تګلارې پر بنسټ، ښاریان کولای شي د قبالې شرعي، د مالیې ټکټ او د معاملاتو اړوند اسنادو تر تایید وروسته، د کورونو د جوړولو اجازه ترلاسه کړي. سربېره پر دې، ښاریان مکلف ګرځول شوي چې د جومات د امام تایید هم ترلاسه کړي، څو د سیمې د ټولنیز باور او همغږۍ فضا لا پیاوړې شي.

دا اقدام په داسې حال کې عملي کېږي چې په وروستیو کلونو کې د کورونو د کمښت او د بې‌سرپناهۍ ستونزه، په ځانګړي ډول د کډوالو د راستنېدو له امله، زیاته شوې وه. حکومت ویلي چې دا پرېکړه تر ډېره د همدې ستونزې د حل په موخه شوې ده، څو هغه کورنۍ چې د استوګنې مناسب ځای نه لري، وکولای شي په قانوني او اسانه ډول خپل کورونه جوړ کړي. د دې تر څنګ، له ښاروالیو غوښتل شوي چې په یوه میاشت کې دننه هغه سیمې مشخصې کړي چې د بېلابېلو دلایلو له مخې پکې ودانیز کارونه ممکن نه دي، لکه د سېلابونو خطر، تاریخي سیمې او نور هغه ځایونه چې ښاري اصول پکې نه شي تطبیقېدای.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

د نوې تګلارې یو مهم اړخ دا دی چې په هغو سیمو کې چې رسمي ښاري نقشه نه لري، له خلکو څخه به ژمنه اخیستل کېږي چې که په راتلونکي کې ښاري پلان تطبیق شي او د دوی ودانۍ د تخریب سره مخ شي، نو دوی به د تاوان غوښتنه نه کوي. دا چاره له یوې خوا د ښارونو د راتلونکي منظم پرمختګ لپاره زمینه برابروي او له بلې خوا خلکو ته دا فرصت ورکوي چې په اوسني حالت کې خپلې اړتیاوې پوره کړي.

همدارنګه، د دې حکم له مخې، ودانۍ باید یوازې د استوګنې لپاره وي او تر درې پوړونو زیاتې نه وي، او پرته له تهکوي څخه جوړې شي. دا شرطونه د دې لپاره وضع شوي چې د ښاري نظم ساتنه وشي او له احتمالي تخنیکي او چاپېریالي ستونزو څخه مخنیوی وشي. ټینګار شوی چې هېڅ ودانۍ باید د عامه سړکونو پر مسیر یا په هغو سیمو کې چې د ښاروالۍ له لوري منع اعلان شوي، جوړه نه شي.

خلک دا ګام د حکومت له لوري یو مثبت او پر ځای اقدام بولي. د ډېرو ښاریانو په باور، پخوا د ودانۍ جواز ترلاسه کول یو اوږد، ستونزمن او له بیروکراټیکو خنډونو ډک بهیر و، چې نه یوازې وخت به یې ضایع کاوه، بلکې خلک به یې له قانوني ودانیزو چارو څخه هم زړه توري کول. خو اوس، د دې اسانتیاوو په رامنځته کېدو سره، تمه کېږي چې دا بهیر ساده، چټک او شفاف شي، او خلک به وکولای شي په ډاډه زړه خپل کورونه جوړ کړي.

د کابل اوسېدونکي او د هېواد د نورو ولایتونو خلک باور لري چې دا پرېکړه به د هستوګنې د کمښت ستونزه تر یوه بریده حل کړي. په ځانګړي ډول هغه کورنۍ چې له کلونو راهیسې د کور نشتوالي له امله له ستونزو سره مخ وې، اوس به د دې فرصت پیدا کړي چې خپل دایمي استوګنځایونه جوړ کړي. له بلې خوا، د ودانیزو چارو پراختیا به د کارموندنې په برخه کې هم مثبت اغېز ولري، ځکه چې د کورونو جوړول د بېلابېلو مسلکونو خلکو ته د کار زمینه برابروي، لکه کارګر، انجنیران او نور تخنیکي کارکوونکي.

اقتصادي شنونکي هم دا ګام د هېواد د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو لپاره مهم بولي، ځکه چې د ساختماني سکتور فعالېدل کولای شي د بازار په حرکت راوستلو کې مهم رول ولوبوي. د ساختماني موادو تقاضا به زیاته شي، چې له امله به یې سوداګریز فعالیتونه هم وده وکړي او په ټوله کې به د اقتصاد پر بېلابېلو برخو مثبت اغېز ولري.

په همدې حال کې، حکومت ټینګار کړی چې د «کابل جدید» پروژه له دې اصولو مستثنا ده او هلته به ځانګړي قوانین تطبیقېږي. همدارنګه، د کورنیو چارو وزارت او امنیه قومندانۍ ته لارښوونه شوې چې د شاروالیو له غوښتنې پرته د ودانیزو چارو په بهیر کې مداخله ونه کړي، څو د ادارو ترمنځ همغږي زیاته او غیرضروري خنډونه کم شي.

په ټوله کې، دا نوې پرېکړه د خلکو له لوري د یوه مهم او اغېزناک ګام په توګه ارزول کېږي، چې نه یوازې د هستوګنې ستونزې ته د حل لار برابروي، بلکې د کارموندنې، اقتصادي ودې او ښاري نظم د ښه کېدو لپاره هم بنسټیز اهمیت لري. تمه ده چې د دې تګلارې په سمه تطبیق سره به په راتلونکو کلونو کې د ښارونو بڼه بدله او د خلکو د ژوند کچه لوړه شي.

Previous Post

قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

Next Post

فاریاب کې د افغان – ازبېک ګډ کرنیز بڼ جوړیږي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
تبصرې

پر افغانستان د پاکستان وروستي بریدونه: د نړیوالو قوانینو او بشري اصولو ښکاره سرغړونه

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
Next Post
فاریاب کې د افغان – ازبېک ګډ کرنیز بڼ جوړیږي

فاریاب کې د افغان - ازبېک ګډ کرنیز بڼ جوړیږي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

م.م : شاوخوا ۲۲ میلیونه افغانان له لوږې سره مخ دي

م.م : شاوخوا ۲۲ میلیونه افغانان له لوږې سره مخ دي

اکتوبر 25, 2021
یونېسف: له راستنېدونکو افغان کډوالو سره همکارۍ پراخوو

یونېسف: له راستنېدونکو افغان کډوالو سره همکارۍ پراخوو

اگست 8, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved