د کرنې سرپرست وزير وایي، هغو افغان کډوالو ته چې سرپناه نه لري، د کورنو لپاره د نومرو د ورکولو طرحه جوړه کړې ده. د کرنې سرپرست وزیر وايي، د سرپرست حکومت مشرتابه دا طرحه منلې ده او له مخې به یې ډېر ژر کډوالو ته د دوه لکه کورونو لپاره د نومرو ويش پيل شي. نوموړی چې د نورو ځايي چارواکو سره تورخم ته د کډوالو د ستونزو د اورېدو لپاره تللی وايې، د افغانستان په بېلا- بيلو سيمو کې به د کورنو لپاره دا ۲ لکه نومرې ووېشل شي. د کرنې د سرپرست وزیر په وينا، چې د کډوالو لپاره د ښارګوټو د جوړېدو ساختماني پلان د ښار جوړولو وزارت له لوري جوړ شوی، چې ژر به عملي شي. هغه د دې نومرو د ورکولو دوخت او جوړېدو په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.











