د بهرنیو چارو وزارت د استازولۍ مرستیال رحمت فیضان ویلي، چې له ایرانه د افغانانو د راستنېدو هرکلی کوي. ایرنا خبري اژانس په خپاره کړي راپور کې ویلي، چې فیضان یکشنبه دوغارون پولې ته تللی او هلته یې د تایباد له ولسوال سره لیدلي دي. نوموړي زیاته کړې چې تېر کال له ایران څخه هېواد ته د افغانانو د راستنېدو کچه د نورو کلونو پرتله ډېره شوې وه. فیضان زیاته کړې (هغه ډله افغانان چې په ناقانونه توګه ایران ته ننوتلي باید د دغه هېواد قوانینو ته د درناوي په پار افغانستان ته راستانه شي او له ایراني چارواکو سره دې همکاري وکړي). دا په داسې حال کې ده، چې تازه د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي تهران ته په سفر تللی، چې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او دغه راز د دغه هیواد له ولسمشر سره یې د افغان کډوالو په تړاو خبرې کړې دي.











