د افغانستان برېښنا شرکت وایي، د دغه شرکت عمومي اجراییوي رییس عبدالحق همکار د روسیې د «پاور مشینز» شرکت له تخنیکي مسوولینو سره د برېښنا تولیدي فابریکو د اساسي بیارغونې، تجهیزاتو د نوي کولو او د برېښنا تولید ظرفیت د لوړولو په اړه خبرې کړې دي. د برېښنا شرکت د خبرپاڼې له مخې، د روسیې «پاور مشینز» شرکت غواړي د افغانستان د برېښنا تولیدي فابریکې وارزوي او د هغو د بیارغونې، د تجهیزاتو د نوي کولو او د تولیدي ظرفیت د لوړولو لپاره طرحه جوړه کړي. د برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس د دغې برخې د پانګونې د فرصتونو او اسانتیاوو په اړه هم معلومات ورکړي او ویلي یې دي چې برېښنا شرکت به د لومړنیو تخنیکي ارزونو د ترسره کولو په برخه کې له روسي شرکت سره همکاري وکړي.












