د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اندېښنه څرګنده کړې چې د افغانستان د مخکني حکومت سل چورلکې او جنګي الوتکې ښايي د اوکرایني ځواکونو لاس ته ورشي. د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې د افغانستان د مخکني حکومت د سقوط پرمهال د دغه هېواد د هوايي ځواک لسګونه چورلکې او الوتکې تاجکستان او ازبکستان ته بېول شوي دي. نوموړی زیاتوي، د افغان هوايي ځواک پيلوټانو نږدې ۶۰ الوتکې او چورلکې تاجکستان او دغه راز ۴۰ یا ۵۰ چورلکې او الوتکې ازبکستان ته لیږدول شوي دي. کابلوف دا وضاحت نه دی ورکړی چې ولې دا اندېښنه ورته پيدا شوې او څنګه شونې ده چې د افغانستان جنګي وسایل د اوکراین د پوځ لاس ته ورشي.











