د عامې روغتیا وزارت وايي، چې واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو سره هغو سیمو ته روغتیايي خدمات رسول شوي، چې په تېرو څوو لسیزو کې یې اوسېدونکي ورڅخه بې برخې وو. د عامي روغتیا وزارت ویاند ډاکتر شرافت زمان وايي، چې په دې سیمو کې ګڼ روغتیايي مرکزونه هم جوړ شوي او دغه راز د ظرفیت د لوړونې په برخه کې یې ډير پرمختګونه کړي دي. نوموړی زیاتوي، چې تېر کال یې لسګونه افغان ډاکتران د تخصص لپاره بهرنیو هیوادونو ته لیږلي او په کور دننه یې هم د ظرفیت لوړولو لپاره ګڼ سیمینارونه ترسره کړي دي.












