د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د معیاري کولو او خلکو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د انلاین کنفرانس له لارې له هغو متخصصو کادرونو چې بهر کې فعالیت لري په فزیکي یا هم انلاین ډول د همکاریو او تجربو شریکولو غوښتنه کړې ده. د عامې روغتیا وزارت سرپرست وايي، د روغتیایي سکټور د پیاوړتیا لپاره غواړي خپل روغتیایي کارکوونکي د تخصص لپاره بهرنیو هېوادونو ته ولیږي. ځینو هغه بهرنیو او کورنیو بنسټونو او متخصصینو چې بهر کې فعالیت لري، په دې برخه کې د همکاریو ډاډ ورکړی دی او ویلي یې دي، چې له افغانستان سره په هره برخه، په ځانګړي ډول د روغتیا په برخه کې همکاریو ته ژمن دي. د عامې روغتیا وزارت مسولینو په دې کنفرانس کې ډاډ ورکړی، چې د روغتیا په برخه کې لومړني امکانات او اړتیاوې به پوره کوي.










