روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۱۰۲ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۵۳ زره او ۱۱ ته رسېدلی دی. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته اووه تنه مړه شوي او ۱۲۵ نور بیا بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر ۲ زره او ۲۳۷ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۴۲ زره او ۵۳۰ ته لوړ شوی دی. روغتیا وزارت په خلکو غږ کړی دی چې د کرونا وبا د دویمې څپې خپرېدو مخنیوي لپاره روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.












