روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا وبا ۱۴۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۴۴ زره او ۵۰۳ ته رسېدلی دی. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته ۱۲ تنه مړه شوي او ۵۲ نور بیا بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر یو زر او ۶۷۵ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۳۵ زره او ۴۲۲ ته لوړ شوی دی.












