روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۲۱۳ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۴۳ زره او ۶۱۸ ته رسېدلی دی. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته شپږ تنه مړه شوي او ۲۴ نور بیا بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر یو زر او ۶۳۸ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۳۵ زره او ۱۶۰ ته لوړ شوی دی.












