رویټرز د پنځو باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړی چې ایران د خلیج فارس هېوادونو ته خبرداری ورکړی، که متحده ایالات پر ایران نوی پوځي برید وکړي، تهران به د سیمې د انرژۍ پر حیاتي زیربناوو غچ اخیستونکي بریدونه وکړي. د راپور له مخې، ایران هڅه کوي د واشنګټن د نږدې سیمهییزو متحدانو په خبرداري سره د هر ډول احتمالي پوځي اقدام لګښت لوړ کړي. ویل شوي، دغه پیغام د لوړې کچې ډیپلوماټیکو اړیکو له لارې د خلیج هېوادونو ته رسول شوی دی. دا خبرداری وروسته له هغې ورکړل شوی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جولای په ۲۸مه ګواښ وکړ، که اړتیا پېښه شي، د ایران د انرژۍ شبکه او نورې مهمې زیربناوې به په نښه کړي. د راپور له مخې، د سیمې د امنیتي وضعیت د لا ترینګلتیا په اړه اندېښنې هم زیاتې شوې دي.













