د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زداري د افغانستان له سرپرست حکومت غوښتي دي چې د ترهګرۍ ستونزه هواره او د ټولو امنیت ټینګ کړي. بلاول دغه څرګندونې اندونیزیا ته د سفر پر مهال د دغه هېواد یوه تلویزیون سره د مرکې پر مهال کړې چې تازه خپره شوې ده. زرداري څو ورځې مخکې د اندونیزیا په بالي ښار کې د افغانستان د نجونو له تعلیم څخه د ملاتړ په موخه په یوه نړیوال کنفرانس کې ګډون کړی و. هغه په دغه مرکه کې ویلي چې دوی يوه باثباته سوله ییزه او خوشحاله افغانستان غواړي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي چې د افغانستان سرپرست حکومت باید نه يواځې د ترهګرۍ موضوع ته جدي ته پاملرنه وکړي او دا ستونزه هواره کړي، بلکې د ټولو امنیت هم ټینګ کړي ځکه دا د سولې او ثبات لپاره اړین دي. بلاول بوټو زرداري دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې څه موده مخکې کابل کې د پاکستان پر سفارت وسله وال برید شوی و، چې له امله يې يو ساتونکی ټپي شوی و دغه راز دوه ورځې مخکې د چمن – سپین بولدک په سیمه کې هم ددواړو هېوادونو د ساتونکو ترمنځ نښته شوې وه.











