امریکا وایي نړیوال قدرتونه او د سیمې هېوادونه باید د افغان سولې پراخ ملاتړ وکړي. د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي نړیوالو ته په کار ده چې په افغانستان کې د سولې له روانې پروسې سره پوره همکاري وکړي. هغه په خپله تازه مرکه کې ویلي هند ته یې د سفر موخه دا وه چې د افغان سولې په برخه کې ددغه هېواد اندېښنې کمې کړي او د روان بهیر په اړه معلومات ورکړي. خلیلزاد وایي له افغان سولې سره د سیمه ییزو هېوادونو او قدرتونو همکاري خورا مهمه ده او امریکا له ټولو اړخونو سره خبرې کوي څو د سولې له روان بهیر ملاتړ وکړي. خلیلزاد دغه راز ویلي د ټولو هدف دا دی چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په ځاله بدل نه شي نو ټولو ته په کار ده چې دغه ګډ هدف ته د رسېدو لپاره هڅه وکړي.











