چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home پوهنتون

سبا د لوړو زده کړو موسسه

حمیدالله حمیدي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 31, 2020
in پوهنتون
0
سبا د لوړو زده کړو موسسه
661
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

سبا د لوړو زده کړو موسسې په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د افغانستان له لوړو زده کړو وزارت څخه د فعالیت جواز تر لاسه کړی او د دغه وزارت د خصوصي پوهنتونونو او موسسو له رياست سره په ۱۲۴مه مسلسله شمېره ثبت شوې او په کندهار ولایت کې فعالیت کوي. د دې موسسې د علمي چارو مرستیال محمد نسیم رسولي وایي، له لوړو زده کړو وزارت څخه یې د درې پوهنځیو جوازونه تر لاسه کړي، خو تر اوسه پورې یې دوه پوهنځي فعال کړي دي. ښاغلی رسولي وایي، د انجنیري، اقتصاد او کمپیوټر ساینس پوهنځیو جوازونه لري، خو تر اوسه یې یوازې اقتصاد او کمپیوټر ساینس پوهنځیو ته کسان جذب کړي او فعال کړي یې دي. دی وایي، اقتصاد پوهنځی یې درې ډیپارټمنټونه (اداره او تجارت، ملي اقتصاد او بانک داري لري). دغه راز  سبا د لوړو زده کړو موسسې د کمپیوټر ساینس پوهنځی هم درې ډیپارټمنټونه (سافټویر انجنیرنېګ، معلوماتي ټکنالوژي او معلوماتي سیستمونو) ډیپارټمنټونه لري.

سبا د لوړو زده کړو موسسې له پیله تر اوسه پورې اووه متفرقه کانکور ازموینې اخیستي، چې اوسمهال دا موسسه د اقتصاد په پوهنځي کې ۷۵۶ محصلین او په کمپیوټر ساینس پوهنځي کې بیا ۳۲۳ تنه محصلین لري، چې ښځینه محصلینې هم پکې دي. محمد نسیم رسولي وایي، سبا د لوړو زده کړو موسسه د افغانستان د ۱۵ ولايتونو؛ لکه، اروزګان، بلخ، بغلان، تخار، پکتيکا، زابل، غزني، غور، کابل، کندهار، لغمان، ننګرهار، وردګ، هرات او هلمند څخه محصلین لري. دی وایي، د ورځې په دوو وختونو کې محصلین د زده کړو لپاره ورغواړي، خو په خبره یې چې تر اوسه پورې یې کومه دوره محصلین نه دي فارغ کړي.

You might also like

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

جامي پوهنتون

د دې موسسې د استادانو او نورو اداري کارکوونکو شمېر د ۴۴ په شاوخوا کې دی، چې د ښاغلي رسولي په خبره، ځینې استادان یې د ماسټرۍ تر کچې پورې لوړې زده کړې لري. دی وایي، سبا د لوړو زده کړو موسسه په پام کې لري چې د موسسې په مالي لګښت سره په کور د ننه یا بهر کې د خپلو علمي کادرونو د ظرفيت لوړونې په موخه د ماسټر رسمي استادانو لپاره د دوکتورا او لېسانس رسمي استادانو لپاره د ماسټرۍ زمينه برابره کړي. د دې موسسې د علمي چارو مرستیال وایي، تر اوسه پورې له کورنیو او بهرنیو پوهنتونونو سره علمي اړیکې یا هوکړې نه لري، خو په وینا یې، په کندهار کې له دولتي او درې نورو خصوصي پوهنتونونو او موسسو  سره او دغه راز په کابل کې له ابن سینا او خاتم النبیین پوهنتونونو سره پر هوکړو یې کار روان دی، چې ډېر ژر به یې کارونه پای ته ورسېږي او له یادو پوهنتونونو سره به هوکړې ولري، چې له مخې به یې له یادو پوهنتونونو سره خپلې تجربې شریکوي او د هغوی له تجربو به ګټه اخلي. تر څنګ به یې د دوی استادان او نور کارکوونکي د یادو پوهنتونونو له لوري په جوړو شویو سمینارونو او ورکشاپونو کې برخه اخلي.

سبا د لوړو زده کړو موسسه د خپلو محصلینو لپاره فزیکي او ډیجیټلي کتابتونونه لري، چې محصلین کولی شي له دغو کتابتونونو څخه د خپلې مطالعې او څېړنې لپاره ګټه واخلي. ښاغلی رسولي وایي، په دواړو کتابتونونو کې د فعالو پوهنځیو اړوند او نور د ازادې مطالعې لپاره ګټور کتابونه لري. د کتابتون تر څنګ سبا د لوړو زده کړو موسسه مجهز کمپوټر لب او د کنفرانس خونه لري. نوموړی وایي، دا چې تر اوسه پورې دوی کومه دوره محصلین نه دي فارغ کړي، نو د کارموندنې مرکز نه لري، خو په پام کې لري چې دغه ډول یو مرکز جوړ کړي تر څو وکولی شي له فارغېدونکو محصلینو سره د دندو په پیدا کولو کې مرسته وکړي. محمد نسیم رسولي وایي، وخت ناوخته د خپلو محصلینو د وړتیا لوړولو لپاره ورکشاپونه او سمینارونه دایروي.

په ټوله کې سبا د لوړو زده کړو موسسه د خپلو محصلینو لپاره تخفیف لري، خو د ښاغلي رسولي په خبره د ښځینه محصلینو لپاره ۸۰ سلنه، د معلولو محصلینو لپاره ۷۰ سلنه او د پاتې نورو محصلینو وړتیاوو ته په کتو ۵۰ او ۶۰ سلنه تخفیف لري. دی وایي، له دې پرته په کندهار ولایت له یو شمېر امریتونو او ریاستونو سره د هوکړې له مخې هغو کسانو ته هم مناسب تخفیف ورکوي، چې له مسلکي لیسو فارغ وي او یا هم د دغو ریاستونو او امریتونو لخوا دوی ته ور پېژندل شوي وي.

د سبا د لوړو زده کړو موسسې علمي مرستیال د دولتي او خصوصي پوهنتونونو د توپیر په اړه  وایي، معلومه خبره ده چې دولتي پوهنتونونه د امکاناتو، د استادانو په ګومارلو او نورو برخو کې دولتي ملاتړ لري، چې خصوصي پوهنتونونه یې نه لري، خو که خبره د تدریسي مېتود او نورو امکاناتو شي، بیا خصوصي پوهنتونونه تر دولتي هغو هم غوره دي؛ ځکه دوی له محصلینو څخه پیسې اخلي او په بدل کې یې غوره امکانات ورته برابروي او تر ډېره هڅه کوي چې په مارکېټ کې ښه نوم ولري او په دې برخه کې لا پرمختګ وکړي.

د دې موسسې اداره وایي، په راتلونکو پلانونو کې به لومړی د انجنیري پوهنځی فعال کړي؛ ځکه مخکې له مخکې یې له لوړو زده کړو وزارت څخه جواز هم تر لاسه کړی او له هغه وروسته په پام کې لري، چې د عامه ادارې پوهنځي جواز هم واخلي. رسولي وایي، د دې لپاره چې یوه موسسه پوهنتون ته ارتقا وکړي، باید پنځه پوهنځي ولري. دی وایي، نو د دې موخې لپاره به کار کوي او د خپلو پوهنځيو شمېر به پنځو ته پورته کوي چې ترڅنګ به یې په ټولو برخو کې د کیفیت لوړولو ته هم پام کوي. دی وایي، څه موده مخکې له لوړو زده کړو وزارت څخه ورته پلاوی لېږل شوی و چې په خبره یې، د ارزونې پایلې یې هم مثبتې وې.

د دې موسسې د مشرتابه په خبره، اوسمهال په ټول افغانستان کې ۱۳۱ خصوصي پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې فعالې دي، چې د تدریس چارې پکې د نږدې ۱۲ زره کادري غړو لخوا مخ ته وړل کېږي او په اداري او خداماتي برخه کې ۲۲ زره نور کسان په کار بوخت دي او په ډېره لوړه کچه پکې پانګونه شوې ده، نو لوړو زده کړو وزارت ته پکار ده چې په دې برخه کې د خصوصي سکتور لاسنیوی وکړي او په هر اړخیزه توګه ورسره مرسته وکړي. رسولي وایي، هغه معیارونه چې لوړو زده کړو وزارت د خصوصي پوهنتونونو لپاره ټاکلي، په ډېره لوړه کچه دي چې عملي کول یې ان په دولتي پوهنتونونو کې چې د دولت هر اړخیز ملاتړ ور سره دی، ستونزمن دي. دی وایي، لوړو زده کړو وزارت ته پکار ده چې په هر اړخیزه توګه له خصوصي پوهنتونونو سره مرسته وکړي، د محصلینو او استادانو د ظرفیت لوړولو او تحقیقي مرکزونو او سمینارونو جوړولو په برخه کې یې ملاتړي اوسي. د نوموړي په خبره، لوړو زده کړو وزارت ته همدا راز پکار ده چې د ولایتونو دولتي پوهنتونونه په اړوند ولایت کې له خصوصي پوهنتونونو سره په ټولو برخو کې همکار اوسي او لارښوونه ورته وکړي.

Previous Post

د اروپايي ټولنې تازه اعلامیه؛ افغان حکومت یې هرکلی، خو طالبانو یې له ځينو برخو سره مخالفت کړی دی

Next Post

د هندواڼې ګټې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 8, 2021
اسیا د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 1, 2021
جامي پوهنتون
پوهنتون

جامي پوهنتون

by Spogmai Radio
جولای 11, 2021
علامه د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

علامه د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جولای 4, 2021
اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جون 27, 2021
Next Post
د هندواڼې ګټې

د هندواڼې ګټې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ترکیه راتلونکو څو ورځو کې زرګونه افغان کډوال له دغه هېواده وباسي

ترکیه راتلونکو څو ورځو کې زرګونه افغان کډوال له دغه هېواده وباسي

جنوري 11, 2023
که غواړی پوستکی مو ځوان پاتې شي، دغه خواړه وخورئ!

که غواړی پوستکی مو ځوان پاتې شي، دغه خواړه وخورئ!

جون 17, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved