افغاني سرې میاشتې ټولنې د سوري زړه په ناروغي اخته ۳۰ ناروغان د درملنې لپاره کابل کې دوو روغتونونو ته ورپېژندلي دي. یادې ټولنې ویلي، چې په تېرو ۱۴ میاشتو کې یې په یاده ناروغۍ اخته ۱۸۶۹ ماشومان بېلابېلو روغتونونو ته ورپېژندلي دي، چې د درملنې او عملیات ټول لګښت یې د افغاني سرې میاشتې له لوري ورکول کېږي.











