سرپرست حکومت د متقاعدینو د حقوقو ورکړې د قانون له وروستي کېدو خبر ورکوي. د سرپرست حکومت ویاند سره له دې، چې د دغه قانون د توشېح کېدو د کره نېټې په تړاو څه نه دي ویلي، خو زیاته کړې یې ده چې دغه قانون د توشېح لپاره د سرپرست حکومت رهبر ته استول شوی دی. له دې سره سم یو شمېر متقاعدین چې له نږدې دریو کلونو راهیسې یې حقوق نه دي ورکړل شوي وايي، د سرپرست حکومت له پرلپسې ژمنو سره سره لا تر اوسه یې حقوق نه دي ورکړل شوي.











