اقتصادي معاونیت ویلي، چې د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو وروسته ۱۳ په ټپه درېدلي دولتي شرکتونه په اساسي شکل بیرته فعال او ټولې ستونزې یې حل شوې دي. اقتصادي معاونیت د خپلو لاسته راوړنو په یوه ویډیویي راپور کې ویلي، د دغو شرکتونو له درکه د روان ۱۴۰۲ کال له پیله تر دې مهاله ۹ میلیارده افغانۍ عواید هم راټول شوي دي. یاد معاونیت زیاته کړې، چې په دغو شرکتو کې د هلمند بسټ پنبې او نباتي غوړیو، نفت او ګاز، بلخ پنبې او نباتي غوړیو، کندز سپین زر، ملي بس، افغان کارټ، مرکزي سېلو، بلخ سېلو، پلخمري نساجي، د کندهار پشمي نساجي، ارزاق، افغان تیور او لاسي صنایو پراختیا شرکتونه بیرته فعال شوي او په کار یې پیل کړی دی.












