د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، د افغانستان د میلیارډونو ډالرو په ارزښت د شتمنیو د کنګل کېدو هدف د هغو چارواکو مجازاتول وو چې پر قدرت دي، خو د دې پرځای یې په افغانستان کې په میلیونونو افغانان چې د بقا لپاره اساسي خدماتو ته اړتیا لري، اغېزمن کړي دي. د سره صلیب نړیوالې کمېټې پرون په یوه ټویټ کې ویلي، دا خبره د دې ادارې د عملیاتي چارو مشر، ډامنیک سټیلهارټ افغانستان ته تر سفر وروسته کړې ده. د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې هم تر دې مخکې ویلي، که د افغانستان کرنه او معیشت سم د لاسه خوندي نه شي، په میلیونونو افغانان ښايي له یوه ناورین سره مخامخ شي. ملګري ملتونه وايي، چې په افغانستان کې د هرې ورځې په تېرېدو سره د خلکو بشري اړتیاوې او د بې وزلۍ اندازه په پراخېدو ده.












