سټارز انډ سټرایپس ورځپاڼې ویلي چې په افغان جګړه کې د وژل شویو امریکایي سرتېرو کورنۍ له دغه هېواد څخه د خپلو ځواکونو پر وتلو خوښ دي خو ټینګار کوي چې دوی هیله لري افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په خوندي ځاله بدل نه شي. ورځپاڼې د یو شمېر وژل شویو سرتېرو له کورنیو سره مرکه کړې ده او هغوی ورته ویلي، دوی ځکه د امریکایي سرتېرو پر ستنولو خوښ دي چې نه غواړي نور امریکایان هم د دوی په څېر د خپلو اولادونو، وروڼو او پلرونو په وېر کېني. دوی دغه راز د افغانانو د برخلیک په اړه هم اندېښمن دي. ورځپاڼې د یادو اندېښنو سربېره ویلي، امریکا د طالبانو د ماتولو لپاره دغه هېواد ته تللې وه خو د دوه زره په شاوخوا کې سرتېرو د قربانولو ترڅنګ یې په میلیاردونو ډالرو لګښت سره هم دغې ډلې ته ماتې ورنه کړه. د ورځپاڼې په باور دا هغه څه دي چې ډېری امریکایان یې په اړه پوښتنه لري خو دولت ورته تر اوسه معقول ځواب نه دی ورکړی.












