بایډن د افغانستان په اړه متفاوته تګلاره غوره کړې ده. د افغانستان د مسایلو څارونکی سټېو کول چې د افغانستان په اړه یې ګڼې مقالې او کتابونه لیکلي، وايي بایډن د افغانستان په اړه داسې تګلاره لري چې له نظامي حضور پرته خپلې موخې ترلاسه کولی شي. د کول په خبره بایډن غواړي چې د سرتېرو له تلفاتو پرته له افغانستان سره سیاسي اړیکې ولري او وکړی شي په سیمه کې خپلې ګټې خوندي کړي.
هغه زیاتوي چې په دې سره به امریکا ته د سرتېرو او پوځیانو تاوان نه رسېږي خو د امریکايي وګړو امنیت به خوندي وي او په دې تګلاره کې ښایي عام افغانان هم زیانمن شي.
سټېف کول وايي چې د موخو د ترلاسه کولو لپاره د بايډن یوه تګلاره د اقتصادي فشارونو دوام دی او همدا راز د سفر بندیزونه او نړۍ ته له افغانستان سره د اړیکو لرلو په سبب سترګې برګول هم هغه تګلارې دي چې بایډن یې په مرسته نه غواړي افغانستان پیاوړی وي او تر څنګ یې دوی ته خطرونه هم جوړ نه کړي.












