امریکا یو ځل بیا ټینګار کړی چې د مرکزي بانک د شتمنیو کنګل کېدل به ادامه لري. د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي په یوه خبري کنفرانس کې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ په اړه مفصلې خبرې کړې دي. نوموړې وایي پوره تدابیر نیول شوي، چې دغه پیسو ته د طا لبانو له لاسرسي مخنیوی وکړي او په خبره یې د یادو شتمنیو کنګل کول به ادامه لري.
هغه وایي داسې ډېر عوامل دي چې له مخې یې دوی د مرکزي بانک شتمني نه شي ازادولی. د ساکي په خبره د سپټمبر د یوولسمې له مسئلې را نیولې، بیا په تور لېست کې د طا لب مشرانو او پر دغه ډله د شته بندیزونو تر موجودیت پورې ټول هغه څه دي چې له مخې يې امریکا د یادې شتمنۍ له ازادولو ډډه کوي.
امریکا همدا راز وایي دوی هڅه کوي له افغانانو سره د مرستو لپاره پر موثرو لارو چارو کار وکړي او داسې یوه لاره پیدا کړي چې افغانانو ته یې ګټه ورسېږي او له بشري ناورین مخنیوی وشي.












