په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قومندان وایي طالبانو خپل بریدونه ډېر کړي دي. سکاټ مېلر کندهار ته د سفر پر مهال رسنیو ته ویلي سره له دې چې طالبانو خپل بریدونه ډېر کړي دي خو افغان ځواکونو هم ښه دفاع کړې ده. دده په خبره افغان پوځ په دفاعي حالت کې دي خو د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي ډېرول د پوښتنې وړ دي. میلر دغه راز پر طالبانو غږ کړی چې تاوتریخوالی کم کړي، ځکه ټوله نړۍ د سولې مسئلې ته متوجه دي او ددې غوښتونکې ده چې باید تاوتریخوالی کم شي. په ورته وخت کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي هم ویلي چې افغان پوځ پیاوړی دی او د ګواښونو پر وړاندې د مبارزې وړتیا لري.












