امریکايي ځواکونو یو ځل بیا د بریدونو د دوام په تړاو طالبانو ته خبرداری ورکړی دی. د کندهار پر هوايي ډګر تر برید وروسته په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند دلته د بهرنیو ځواکونو د عمومي قومندان ویډیو خپره کړې او هغه ویلي چې بهرنیو ځواکونو له افغانستان وتل پیل کړي دي او که طالبان بریدونو ته ادامه ورکړي نو دا به یوه ستره تېروتنه وي. امریکایي جنرالانو تر دې وړاندې هم ویلي وو چې د سرتېرو د ایستلو پر مهال د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي دوام او یا بریدونه به ددوی له سخت غبرګون سره مخ شي. له همدې امله امریکا په سیمه کې خپلې جنګي الوتکې ځای پر ځای کړې دي او پرمختللي جنګي تجهیزات یې راوړي دي. امریکا د سرتېرو د ایستلو بهیر د ساتنې لپاره اضافي عسکر هم په افغانستان او سیمه کې ځای پر ځای کړي دي.












