په قطر کې د ا.ا د سیاسي دفتر غړي د افغانستان د مسلې لپاره د یوې نړیوالې ډلې د جوړېدو له وړاندیزه هرکلی کړی دی. سهیل شاهین وايي، پر افغانستان د بندیزونو د لرې کولو لپاره د هېوادونو هڅې مهمې دي. دا په داسې حال کې ده چې د ازبکستان ولسمشر د سيکا په شپږمه غونډه کې وړانديز وکړ چې د افغانستان د مسايلو په اړه دې يوه نړيواله ډله جوړه شي. بل خوا د سیاسي شنوونکي د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو ښوالي او د بندیزونو لرې کېدو لپاره د نړیوالې ډلې رامنځته کېدل ګټور بولي. د قزاقستان په استانه ښار کې د سیکا دوه ورځنۍ ناسته کې د روسيې، ایران، پاکستان او ازبکستان په ګډون ځینو نورو هېوادونو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي.












