د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیایف سره په لیدنه کې د ازبکستان–افغانستان–پاکستان د «افغان ټرانس» اورګاډي پټلۍ پروژې پر اهمیت ټینګار کړی دی. شریف ویلي، دغه پروژه کولی شي د افغانستان له لارې ازبکستان د پاکستان له بندرونو سره ونښلوي او منځنۍ اسیا له جنوبي اسیا سره وصل کړي. نوموړي د دې پروژې د ګډې امکانسنجۍ د مطالعې د ژر بشپړېدو غوښتنه کړې ده. دواړو مشرانو دغه لیدنه د شانګهای همکاریو سازمان د سرمشریزې په څنډه کې په بیشکک کې کړې ده.














