د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميسيون رئيس شي جين پينګ د تيان هوا په ګډون ۸ سینمايي هنرمندانو ته ځوابي پيغام واستاوه.
ده په خپل پيغام کې د سینما کار کوونکو ته نېکې هیلې او پېرزوینې وړاندې کړې دي.
رئيس شي په دې پيغام کې وويل: هيله لرم چې تاسو به د سینما له کارکوونکو سره يو ځای د ملي کلتوري باور د پياوړتيا، د ادبي او هنري چارو د پرمختګ او د یوه ځواکمن کولتور لرونکي چين د جوړولو لپاره نوي خدمتونه وکړي.











