د پاکستان د کراچۍ له زندانه د ١٣٧ نورو افغانان خوشې شوې دي. په پاکستان کې د افغانستان سفارت په خبرپاڼه کې ويلي چې په خوشي شوو افغان کډوالو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. سفارت ویلي یاد افغانان د هستوګنې د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله د پاکستاني پوليسو لخوا نيول شوي او بنديان شوي وو. په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت زياته کړې چې خوشي شوي افغانان د چمن دروازې له لارې افغانستان ته انتقال شوي دي. د پاکستان حکومت تر دامهاله له خپلو زندانونو څخه د تازه خوشي شویو افغانانو د خوشي کېدو په اړه څه نه دي ويلي. د افغانستان د سرپرست حکومت چارواکو تر دې مخکې ويلي و چې د پاکستان په زندانونو کې شوخوا دوه زره افغانان بنديان دې چې په خبره يو شمير يې خوشي شوي او د پاتې د خوشي کېدو هڅې روانې دي.












