چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

طالبانو او حکومت دواړو د دوکتور عاطف وژل کېدل غندلي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 3, 2021
in افغانستان
0
طالبانو او حکومت دواړو د دوکتور عاطف وژل کېدل غندلي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په هېواد کې د تاوتریخوالي د ډېرېدو په دوام یوازې تېره ورځ په کابل کې څلور چاودنې شوې دي. پرون له سهاره تر مازیګره کابل ښار څو څو ساعته وروسته د ماینونو د چاودنو شاهد و. په دغو چاودنو کې لسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې په دې ډله کې د هېواد یو علمي او فرهنګي شخصیت هم وژل شوی دی. د چاودنو مسوولیت تر اوسه هېڅ لوري نه دی منلی او طالبانو هم په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي دي. افغان حکومت یې بیا د طالبانو کار بولي او نړیوال هم په افغانستان کې د هدفي بریدونو پر ډېرېدو اندېښنه ښيي.

کابل ښاریانو پرون سهار په چاودنه پيل کړ. شاوخوا اته بجې وې چې د کابل ښار د دویمې ناحیې په مربوطاتو کې له جوی شیر نومې سیمې سره د امنیتي کسانو پر یو فورډ ډوله موټر د مقناطیسي ماین چاودنه وشوه. په چاودنه کې د امنیتي سرچینو په وینا، دوه کسه ټپیان شول. دویمه چاودنه د کابل ښار د څلورمې ناحیې اړوند له سلیم کاروان نومې سیمې سره وشوه چې د امنیتي سرچینو په خبره، په پېښه کې دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. د دې چاودنې په وژل شوو کې د هېواد وتلی دیني عالم دوکتور محمد عاطف هم شامل و. د نوموړي وژل کېدو له حکومت نیولې بیا تر طالبانو پورې د ټولو اړخونو غبرګون له ځان سره درلود.

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

د وسله والو طالبانو له لوري یوازې تر چاودنې څو ساعته وروسته مطبوعاتي اعلامیه خپره شوه او د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد پر دوکتور محمد عاطف شوې چاودنه په کلکو ټکو غندلې وه او هغه یې د ځانګړې خبیثه کړۍ کار بللی و. د طالبانو ویاند همدا راز ویلي چې دوی په افغانستان کې د خبریالانو، سیاسي څېرو، مدني فعالینو او دیني علماوو په وژنه کې لاس نه لري، بلکې دا د یوې خبیثې او استخباراتي کړۍ کار دی. د ده په وینا: «په خواشنۍ سره خبر شوو چې د استخباراتي وژنو په لړ کې، نن سهار په کابل کې د جمعیت اصلاح د مرکزي شورا ریيس محمد عاطف په شهادت رسېدلی. موږ د عالماوو، خبریالانو، سیاسي او اجتماعي شخصیتونو ترور غندو او د خاصې خبیثه کړۍ کار يې بولو».

دوکتور محمد عاطف کلونه د افغانستان په شخصي او دولتي پوهنتونونو کې په تدریس بوخت و او دمګړۍ د جمعیت اصلاح افغانستان د مرکزي شورا رییس و. د نوموړي پر وژل کېدو ولسمشرۍ ماڼۍ هم غبرګون ښودلی دی. د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د هېواد دښمنانو د خپلو جنایتونو په دوام دا ځل پر دوکتور محمد عاطف برید کړی دی. ولسمشرۍ ماڼۍ په خپلو خبرو کې دا د طالبانو کار بللی او پر دغه ډله یې غږ کړی چې د سولې له لارې خپله لار وپالي او د جګړو پر مټ موخو ته نه شي رسېدلی. د سرچینې په خبره: «د طالبانو ډله باید دا درک کړي چې د تاوتریخوالي، ترور او وحشت له لارې نه د خپلو بادارانو شومو موخو ته رسېدلی شي، نه د جنایتونو له مسوولیت څخه خپلې اوږې سپکولی شي او نه هم  دیني علما د ترهګرۍ ضد اسلامي او ملي دریځ څخه اړولی شي».

د یادو شوو چاودنو ترڅنګ غرمه مهال د کابل ښار په دهمزنګ سیمه کې او بیا مازیګر مهال د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند سیمه کې هم چاودنې شوې چې له امله یې څلور کسان ټپیان شوي دي.

په کابل ښار کې داسې مهال د مقناطیسي ماینونو او هدفي وژنو کچه لوړېږي چې تازه سیګار هم پر دې موضوع اندېښنه ښودلې ده. د افغانستان پر بیا رغونه د امریکا دغه ځانګړي مفتش په خپل یوه راپور کې ویلي چې په وروستیو کې په کابل او نورو ولایتونو کې پر خبریالانو، حکومتي چارواکو، مدني فعالینو او علماوو د داعش ډلې او طالبانو هدفي بریدونه ډېر شوي دي. سرچینه وایي، تمه لري چې امریکا به پر طالبانو د فشار له لارې په افغانستان کې تاوتریخوالی کم کړي او هدفي بریدونه به پای ته ورسوي.

Tags: Top
Previous Post

امریکا کې له کرونا؛ د مړه شویو کسانو شمېر تر ۴۵۴ زرو اوښتی دی

Next Post

سوني ګران بیه ځیرک موبایل معرفي کړ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
سوني ګران بیه ځیرک موبایل معرفي کړ

سوني ګران بیه ځیرک موبایل معرفي کړ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د چين د صادراتو او وارداتو ۱۳۹م نندارتون دوهم پړاو پای ته ورسېد

د چين د صادراتو او وارداتو ۱۳۹م نندارتون دوهم پړاو پای ته ورسېد

اپریل 28, 2026

بېجينګ: د چين د ګواښ په تړاو د جاپان خيالي تورونه غندو او مخالفت ورسره کوو

اپریل 17, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved