طالبانو د روغتیا وزارت اړوند ټولو اداري او مسلکي کارکوونکو ته ډاډ ورکړی دی چې له هر ډول وېرې پرته دې خپلو دندو ته وګرځي. د روغتیا وزارت له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو د صحت کمیسیون په مرکز او ولایتونو کې د روغتیا وزارت له ټولو نارینه او ښځینه اداري او مسلکي کارکوونکو څخه غواړي چې په عادي ډول خپلو دندو ته لاړ شي. د یاد کمیسیون په خبره، هیڅ غیر مسوول کس حق نه لري چې د روغتیا وزارت وسایل په خپل سر وباسي او که چېرته له ورته ستونزې سره مخ شول نو د دوی د صحت کمیسیون او یا هم روغتیا وزارت سره دې په اړیکه کې شي.












