چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home پوهنتون

طلوع سعادت د لوړو زده کړو خصوصي موسسه

حمیدالله حمیدي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 13, 2020
in پوهنتون
0
طلوع سعادت د لوړو زده کړو خصوصي موسسه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

طلوع سعادت د لوړو زده کړو موسسې خپلې رسمي چارې په لوړو زده کړو وزارت کې تر ثبت او راجستر وروسته په ۱۳۹۷ لمریز کال کې د دریو پوهنځیو (معالجوي طب، انجنیري او کرنې) په درلودلو سره پیل کړې دي. د طلوع سعادت د لوړو زده کړو موسسې د محصلینو امر محمد صابر کارګر وایي، وروسته یې د شرعیاتو پوهنځي جواز هم واخیست. دی وایي چې اوس همدا څلور فعال پوهنځي لري چې عملاً پکې محصلین پر لوړو زده کړو بوخت دي. دی وایي چې د نورو پوهنځیو د ایجاد هڅه یې هم کړې ده، خو دا چې لوړو زده کړو وزارت د ولسمشر په امر د نویو پوهنځیو د تاسیس چارې ځنډولې دي، نو دوی نه دي توانېدلي چې نوي پوهنځي تاسیس کړي. د محمد صابر کارګر په خبره، انجنیري پوهنځی یې درې ډېپارټمنټونه (برق، ساختمان او کمپیوټر ساینس) لري.

په طلوع سعادت د لوړو زده کړو خصوصي موسسه کې اوسمهال د ۹۰۰ په شاوخوا کې محصلین پر زده کړو بوخت دي، چې له دې ډلې ۳۵۰ یې ښځینه او پاتې یې نارینه محصلین دي. دا چې تر اوسه پورې د لوړو زده کړو له دې موسسې څخه څوک نه دي فارغ شوي، نو د ماسټرۍ پروګرام پیلولو لپاره لا تصمیم نه لري؛ ځکه په یوه پوهنتون کې د ماسټرۍ پروګرام پیلول ځانګړي شرایط لري چې د لوړو زده کړو وزارت لخوا ټاکل شوي دي. د دې شرایطو تر پوره کولو وروسته پوهنتونونه کولای شي چې په خپلو اړوندو پوهنځیو کې د ماسټرۍ پروګرام پیل کړي.

You might also like

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

جامي پوهنتون

طلوع سعادت د لوړو زده کړو موسسه په کلني ډول په معالجوي طب پوهنځي کې ۱۵۰ تنه، په انجنیري او کرنې پوهنځي کې ۳۰۰ تنه او په شرعیاتو پوهنځي کې بیا د ۲۰۰ په شاخوا کې نوي کسان جذبوي. د لوړو زده کړو دغه موسسه د بېلابېلو کټه‌ګوریو لپاره بېلابېل تخفیفونه لري. ښاغلی کارګر وایي چې همدا اوس د دوی د موسسې په فعالو پوهنځیو کې ځینې محصلین د ځانګړي تخفیف له مخې پر زده کړو بوخت دي. دی وایي، د هغو محصلینو لپاره چې له یوې کورنۍ څخه درې یا څلور کسه وي، ځانګړی تخفیف ورکوي. دغه راز د معلولینو، د شهیدانو د ورثه‌وو او بېوزله کسانو لپار تخفیف ورکوي. نوموړی وایي چې په ټوله کې د نویو راغلو محصلینو لپاره تخفیف په پام کې نیول شوی دی.

په طلوع سعادت د لوړو زده کړو موسسه کې د ورځې په دریو ټایمونو کې تدریس کېږي چې د سهار له اتو د غرمې تر دوولسو، د ماسپښین له یوې بجې د مازدیګر تر څلورو او دغه راز د شپې ټایم هم لري چې له څلورو پیلېږي او تر اتو بجو پورې دوام کوي. د لوړو زده کړو دغه موسسه مجهز کتابتون لري چې د پوهنځیو اړوند بېلابېل کتابونه یې پکې ځای پر ځای کړي دي. ښاغلی محمد صابر کارګر وایي چې کمپیوټر لب هم لري چې د محصلینو لپاره یې په کمپیوټرونو کې په سافټ ډول بېلابېل کتابونه ځای پر ځای کړي او تر څنګ یې کولای شي په انلاین ډول هم له کتابتون څخه ګټه واخلي، کتابونه مطالعه کړي او خپل معلومات زیات کړي. د لوړو زده کړو دغه موسسه د کتابتون تر څنګ د بېلابېلو برخو لپاره لابراتوارونه هم لري، چې محصلین کولای شي د نظري زده کړو تر څنګ عملي زده کړې او تجربې هم وکړي.

طلوع سعادت د لوړو زده کړو موسسه تر اوسه په رسمي ډول په کور د ننه له کوم پوهنتون سره د علمي اړیکو هوکړه نه لري. ښاغلی کارګر وایي چې په کور د ننه له دولتي او خصوصي پوهنتونونو سره غیر رسمي علمي اړیکې لري او وخت ناوخت د دغو پوهنتونونو په غونډو او ناستو کې ګډون کوي. محمد صابر کارګر وایي چې  غواړي په ترکیه کې له یوه خصوصي پوهنتون سره د علمي اړیکو هوکړه لاسلیک کړي، چې له مخې به یې ځینې استادان او محصلین د لا نورو لوړو زده کړو، تجربې او وړتیاوو تر لاسه کولو لپاره دغه پوهنتون ته ور استوي او له تجربو به یې ګټه اخلي.

طلوع سعادت د لوړو زده کړو موسسه خپلو محصلینو ته د نظري زده کړو تر څنګ د عملي زده کړو زمینه هم برابروي. د دې موسسې د محصلینو امر وایي چې د محصلینو لپاره د مشورې برخه لري، د خپلو استادانو او یا نورو استادانو پر مټ ورته وخت ناوخت سمینارونه او ورکشاپونه دایرېږي، ژمني پروګرامونه لري، د شرعیاتو پوهنځي د محصلینو لپاره تمثیلي محکمې جوړوي او له برېښنا ریاست او ټولګټو چارو وزارت سره د هوکړو له مخې د انجنیري پوهنځي محصلین د عملي زده کړو لپاره دغو بنسټونو ته ور استوي. مانا دا چې په ټوله کې د محصلینو لپاره د نظري زده کړو تر څنګ، د عملي زده کړو امکانات هم لري. په دغه موسسه کې د تدریس چارې د په کار پوه او تجربه لرونکو استادانو لخوا مخ ته وړل کېږي او هڅه یې دا ده چې مسلکي کسان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي.

د نویو پوهنځیو تاسیس، له موسسې څخه پوهنتون ته ارتقاع، د ماسټرۍ پروګرام پیلول، د سیمې او نړۍ په کچه له پوهنتونونو سره د علمي اړیکو د هوکړو لاسلیک کول، له پوهنتونونو سره د ویډیو کنفرانس له لارې اړیکې ټینګول او د تجربو شریکول د طلوع سعادت د لوړو زده کړو موسسې راتلونکي پلانونه دي. د خصوصي پوهنتونونو ادارې وایي، لوړو زده کړو وزارت باید په هر اړخیزه توګه له خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو له موسسو سره همکاري وکړي، ځکه دغه څه په افغانستان کې یوه نوې تجربه ده، نو د افغان حکومت او په ځانګړې توګه د لوړو زده کړو وزارت هر اړخیزې مرستې ته اړتیا لري. که څه هم چې ښاغلي محمد صابر کارګر په یاده موسسه کې د نورو ستونزو په اړه څه ونه ویل، خو د خصوصي پوهنتونونو اتحادیه وایي، چې لوړو زده کړو وزارت د خصوصي او دولتي پوهنتونونو تر منځ توپیر کوي. د ډېری خصوصي پوهنتونونو مسوولین وایي، دا چې خصوصي پوهنتونونه په افغانستان کې یوه نوې تجربه ده، نو لوړو زده کړو وزارت ته پکار ده چې له دوی سره هر اړخیزه مرسته وکړي، څو دغه پوهنتونونه پر خپلو پښو ودرېږي. د دایمي ځایونو نشتون، لوړې مالیې، د ۲۴ ساعته برېښنا نشتون، په علمي رتبو کې د استادانو نه شاملول او د لا نورو لوړو زده کړو، تجربو او وړتیاوو تر لاسه کولو لپاره د محصلینو او استادانو بهر ته نه استول او په بورسونو کې ونډه نه ورکول، د خصوصي پوهنتونونو اساسي ستونزې بلل کېږي.

دوی وايي، لوړو زده کړو وزارت بیا دوی ته د دولتي پوهنتونونو په څېر ټول دولتي او علمي امکانات برابر کړي، څو له دولتي پوهنتونونو سره یو ځای هېواد ته د ښه خدمت په موخه ښه او وړ کسان وړاندې کړي.

دوی وايي، که لوړ زده کړو وزارت ورسره د مور او میرې چلند پرېږدي، لرې نه ده چې دوی به په هره برخه کې ډېر پرمختګ وکړي.

Previous Post

د وخت مدیریت

Next Post

کرنې ریاست: په ننګرهار کې د څلور میلیونو ډالرو په لګښت د تازه مېوې مارکېټ جوړ شو

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 8, 2021
اسیا د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 1, 2021
جامي پوهنتون
پوهنتون

جامي پوهنتون

by Spogmai Radio
جولای 11, 2021
علامه د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

علامه د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جولای 4, 2021
اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جون 27, 2021
Next Post
کرنې ریاست: په ننګرهار کې د څلور میلیونو ډالرو په لګښت د تازه مېوې مارکېټ جوړ شو

کرنې ریاست: په ننګرهار کې د څلور میلیونو ډالرو په لګښت د تازه مېوې مارکېټ جوړ شو

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د چين او روسيې مشرانو يو بل ته د دواړو هېوادونو د سياسي اړيکو د ټينګېدو د ۷۵مې کليزې په مناسبت د مبارکۍ پيغامونه وليږل

اکتوبر 2, 2024
راشه، ورشه خپرونه، د نورستان ولایت پېژندنه

راشه، ورشه خپرونه، د نورستان ولایت پېژندنه

جون 1, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved